د ېښور په رنګ روډ د لوي اختر د څاروو منډۍ بیا اباده شوې ده. د پښتونخوا، پنجاب او نورو سیمو نه سلګونه د قربانۍ لپاره تیار څاروي دې منډۍ ته راوستل شوي دي. خو سوداګر وایي سږکال کاروبار هغسې نه دی لکه د پخوا په شان. د دوي په خبره، د خوراک، تیلو او ټرانسپورټ لګښتونه زیات شوي او همدې ګرانۍ د څارو نرخونه هم لوړ کړي دي.

تفصيل د سلمان يوسفزي په دې راپور کې وګورئ.