د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کریم کنډي ويلي دي چې پاکستان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی، خو ځوان نسل کولی شي د نوې زده کړو او مهارتونو له لارې دغه ستونزې په فرصتونو بدل کړي.
هغه وويل، تعليم يوازې د سند اخيستل نه دي، بلکې يوه لوي مسؤليت دی او ځوانان بايد د هېواد خدمت خپل هدف وګرځوي۔
نوموړي دا خبرې د پېښور ګورنر هاؤس کې د پي ای ایف پوهنتون کالج د 2026م کانوکيشن په مراسمو کې وکړې. په دې موقع 60 زدهکوونکو ته بېلابېل سندونه ورکړل شو او غوره زدهکوونکي په انعامونو ونازول شول۔
ګورنر فارغ شويو زدهکوونکو، د هغوی مور او پلار او استادانو ته امبارکي ورکړه او ويې ويل چې دا د ټولو ګډه بريا ده۔ هغه زياته کړه چې زدهکوونکي دې په راتلونکي تمرکز وکړي او د عزم سره دې عملي ژوند پېل کړي۔

شال نیوز