ځايي سرچيني وايي، چې د کورمې ضلعې د مناتو کامران کلي سيمه کې د دوو وسلوالو ډلو ترمنځه سخته وسلواله نښته شوې، چې پکې د لږ تر لږه ۱۹ کسانو د وژل کېدو او څلورو نورو د نادرکه کېدو دعوه شوې ده.

 

د سرچينو په وينا، دغه نښته ،د مې په ۱۹مه، د وسلوالو قوماندان کاظم او قوماندان ممتاز امتي د ډلو ترمنځ شوې ده. سرچيني زياتوي، چې په نښته کې د ممتاز امتي ډلې ته دروند زيان اوښتی او خپله ممتاز امتي هم وژل شوی دی. د معلوماتو له مخې، د ممتاز امتي ډلې ۱۸ کسان وژلی شوي او درې نور نادرکه دي، په داسې حال کې چې د کاظم ډلې يو کس وژل شوی دی او يو بل لا درکه بلل کېږي.

 

ځايي سرچينې وايي، چې د وژل شوو کسانو مړي د مناتو کامران کلي له سيمي ترلاسه شوي، چې وروسته ځايي خلکو پورته کړي او د ښخولو چارې يې پېل کړې دي.

 

په دې اړه، هغې ډلې چې ځان ته تحريک طالبان پاکستان وايي، شال نيوز ته د غازي مېډيا له لارې په يوه ځانګړي ليټر پېډ استولي بيان کې، ویلي دي، چې په دې نښته کې وژل شوي ۱۹ کسان، چې ممتاز امتي هم پکې شامل دی، د “جماعت الاحرار” له ډلې سره يې تړاو درلودل. په بيان کې، د دې پېښې په اړه، د تحريک طالبان پاکستان پر مرکزي مشر نور ولي محسود هم تورونه لګولی شوي دي. 

 

بلخوا، د پاکستاني طالبانو ویاند ،خالد خراساني، د دې پېښې په اړه ،د شال نیوز د پوښتنې، په ځواب کې ویلي: “زموږ ترمنځه صلاح مشوره روانه ده، که موږ مناسب وګنړله ځواب به ورکړو، البته، په موږ لګولی شوي تورونو کې هېڅ حقیقت نشته.”

 

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په منځنۍ کورمه کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو موجودګي د امنيتي وضعيت د خرابېدو سبب ګرځېدلې او د عامو خلکو ورځنی ژوند يې اغېزمن کړی دی.

 

تر اوسه د دې پېښې په اړه کومې خپلواکې سرچينې بشپړ معلومات نه دي ورکړي، او د نښتې د اصلي لاملونو په اړه هم بېلابېلې دعوې روانې دي.