د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې نن، د مې په ۲۰مه، سرکاري کارکوونکو د خپلو غوښتنو په ملاتړ احتجاجي مظاهرې او لاریونونه کړي دي. مظاهرچیانو د صوبایي حکومت پر ضد شعارونه ورکړي او خبرداری یې ورکړی دی، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو احتجاجونه به نور هم پراخ کړي او د صوبې په کچه به منظم احتجاجي تحریک پېل کړي.

 

مرکزي احتجاجي مظاهره د پېښور پرېس کلب مخې ته ترسره شوه، چې پکې د ښوونکو، کلرکانو، روغتیا، بلدیاتو او نورو سرکاري ادارو سلګونو کارکوونکو ګډون کړی و. ګډونوالو په لاسونو کې بېنرونه او پلې ‌کارډونه نیولي وو، چې پرې د تنخواګانو، پنشن او بېلابېلو الاونسونو د زیاتوالي غوښتنې لیکلی شوې وې.

 

مظاهرچیانو وویل چې د روانې ګرانۍ له امله د سرکاري کارکوونکو ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی او اوسنۍ تنخواګانې د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. د هغوي په وینا، حکومت باید د اقتصادي وضعیت او ګرانۍ له تناسب سره سم د سرکاري کارکوونکو معاشونه او مراعات زیات کړي.

 

په سوات، کرک او هنګو کې هم احتجاجونه شوي

 

د پېښور ترڅنګ، په سوات، کرک او هنګو ضلعو کې هم سرکاري کارکوونکو احتجاجي مظاهرې او لاریونونه کړي دي.

 

په سوات کې مظاهرچیان د مینګورې د سرکاري پرائمري سکول نمبر څلورم څخه راوتلي وو او تر سوات پرېس کلب پورې یې لاریون وکړ. ګډونوالو د خپلو غوښتنو په ملاتړ شعارونه ورکول او له حکومته یې غوښتنه کوله چې د کارکوونکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

 

په کرک کې سرکاري کارکوونکو د تحصیل چوک څخه تر ډپټي کمشنر دفتر پورې احتجاجي لاریون وکړ. مظاهرچیانو وویل چې حکومت باید د معاشونو او مراعاتو په برخه کې عملي اقدامات وکړي. ورته احتجاجونه د هنګو په ضلع کې هم ترسره شوي، چرته چې کارکوونکو د خپلو ستونزو د حل کولو غوښتنه وکړه.

 

د اګیګا مشرتابه څرګندونې

 

د پېښور مرکزي احتجاج ته د وینا پر مهال د ‘اګیګا’ وایس چیئرمین عزیر الله خان په وینا، د اوسنۍ ګرانۍ په تناسب د سرکاري کارکوونکو تنخواګانې ډېرې کمې دي او کارکوونکي له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

 

هغه وویل، حکومت وخت په وخت نوې پالیسۍ نافذوي او پر ملازمینو اضافي بوج اچوي، چې دا د سرکاري کارکوونکو سره ښکاره ناانصافي ده. نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د سرکاري کارکوونکو پر ضد پالیسۍ ختمې کړي او د هغوي جائزې غوښتنې دې ومني.

 

د احتجاج کوونکو اساسي غوښتنې

 

احتجاج کوونکو د زوړ پنشن نظام د بېرته بحالولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ الاونسونه دې بېرته په پنشن کې شامل کړل شي. هغوي دا غوښتنه هم وکړه چې د وفاقي حکومت په شان دې صوبایي کارکوونکو ته هم ۳۰ سلنه ډیسپېرېټي رېډکشن الاونس ورکړل شي.

 

مظاهرچیانو د کور کرایه، درملنې او کنوېنس الاونسونو د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې اوسني الاونسونه د روانو اقتصادي حالاتو له غوښتنو سره برابر نه دي.

 

همداراز، مقررینو د سرکاري ادارو، سکولونو، کالجونو او روغتونونو د نجکارۍ او آوټ سورسنګ د پرېکړو مخالفت وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې دغه پرېکړې بېرته واخلي.

 

هغوي د کنټریکټ ملازمینو د مستقل کولو، د سي‌ پي فنډ پر ځای د جي‌ پي فنډ د بحالولو، او د استاذانو د ریګولرائزېشن او اپګرېډېشن نوټیفکیشن د جاري کولو غوښتنې هم وړاندې کړې.

 

د حکومت دریځ او د بجټ وړاندیز

 

بل لور ته، د خېبر پښتونخوا حکومت د مالي کال ۲۰۲۵-۲۶م بجټ کې د سرکاري کارکوونکو په تنخواګانو کې د ۱۰ سلنه او په پنشن کې د ۷ سلنه زیاتوالي وړاندیز کړی دی.

 

حکومت همداراز د لږ تر لږه مزدورۍ کچه له ۳۶ زره څخه ۴۰ زره روپو ته د لوړولو تجویز وړاندې کړی، خو احتجاج کوونکي وایي چې د ګرانۍ د روان بحران په مقابل کې دا زیاتوالی ناکافي دی او حکومت باید د دوي ټولې غوښتنې ومني.

 

دا لومړي ځل نه دی چې سرکاري کارکوونکي د خپلو حقونو لپاره سړکونو ته راووځي. تېر کال هم د صوبایي بجټ تر وړاندې کېدو مخکې، سرکاري کارکوونکو د تنخواګانو، پنشن او الاونسونو د زیاتوالي لپاره ورته احتجاجونه کړي وو.