د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ ويلي، پاکستاني ریاست په تېرو کلونو کې د افغانستان په اړه داسې پاليسۍ خپلې کړې وې چې پايلې يې اوس خپله هم مني، او د دغو پاليسيو تر ټولو زيات تاوان د پښتنو سيمو ته رسېدلی دی۔

 

محسن داوړ د ګوند د مرکزي غونډې پر مهال خپلې وينا کې وويل، کله چې د افغانستان په جګړه او طالبانو کې “سرمايه کاري” کېدله، نو هغه وخت هم د دې پاليسۍ اغېزې د پښتنو پر خاوره عملي کېدې۔

 

هغه وويل: “موږ له لومړۍ ورځې ويلي وو چې دا د طالبانو پروژه د پاکستاني ریاست پروژه وه۔ تاسو هغه وخت نه منله، خو اوس ستاسو خپلې خبرې د همدې خبرې تصديق کوي.”

 

نوموړي زياته کړه چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځه د افغانستان په اړه کومې پاليسۍ عملي کېدې، د هغې قيمت د قبایلي سيمو ولسونو ادا کړ، او په زرګونو خلک پکې ووژل شول، بې کوره شول او سيمه د اوږدې ناامنۍ ښکار شوه۔

 

د ملي جمهوري غورځنګ مشر وويل، سياسي فعالان له پېله دا دريځ لري چې جګړه او وسلوالې پاليسۍ د سيمي د خلکو په ګټه نه وې، بلکې د زور او مجبوریو له لارې پر ولس تپلی شوې وې۔

 

هغه دا هم وويل چې اوس د سيمي د امن لپاره ضروري ده چې رياست خپلې تېروتنې ومني او د جګړې پر ځای د سياسي حل لاره خپله کړي۔

 

محسن داوړ دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې يو ځل بيا د امنيتي پېښو او سياسي تورونو له امله تر فشار لاندې راغلې دي۔