د شمالي وزيرستان د دته خېل تحصيل د خدرخېلو په سيمو کې ،د مې د ۱۲مې، راهیسي نافذ شوي ګرځبندېز نن نهمه ورځ ده، چې له امله يې بازارونه تړلي او د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن شوی دی.

 

د سيمي ځايي مشرانو، ملکانو او ځوانانو ،د مې په ۱۹مه، د روانې ناامنۍ او نامعلوم وضعيت پر ضد یوه ګډه جرګه کړې وه، چې پکې ګډونوالو واضحه کړې وه، چې د ولس د مال او ځان ساتنه د رياست مسولیت دی او حکومت بايد د خلکو د امنيت باور ورکړي، څو نورې بې‌ ځايه کېدنې او د احتمالي پوځي عملياتو مخه ونيول شي.

 

ځايي اوسېدونکي وايي، له امنيتي ځواکونو سره شوې جرګه د خلکو لپاره د هيلي يو څرک بلل کېده، خو د دوي په خبره، دا هيلي هغه وخت کمزورې شوې چې د ډاډ ورکولو پر ځای خلکو ته د څلېرويشټو ساعتونو دننه د کورونو خالي کولو وينا وشوه.

 

د سيمي د خلکو په وينا، له دې اعلان وروسته ګڼې کورنۍ د شپې له خوا خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوې او ښځې، ماشومان او بوډاګان له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

ځينو ځايي اوسېدونکو پوښتنه کړې، چې آيا دا بې‌ ځايه کېدل به رښتيا هم تلپاتې امن راولي، که نه؟ او آيا له دې وروسته به بيا پوځي عمليات او ګربندېز نه تکرارېږي؟

 

دوي وايي، خلک د اوږدې مودي ناامنۍ، عملياتو او بې‌ ځايه کېدو له امله ستړي شوي دي او غواړي چې سيمه کې د تل لپاره امن ټينګ شي. تر دې دمه امنيتي ادارو د تازه عملياتو يا د خلکو د اندېښنو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.