د خیبر پښتونخوا حکومت په ضم شوو قبایلي ضلعو کې د امیندوارو ښځو او نوو زیږیدلو ماشومانو لپاره ۴۲ ځانګړي امبولانسونه فعال کړل۔ په امبولانسونو کې انکیوبېټر، آکسیجن او نور عصري طبي وسایل موجود دي، او روزل شوې طبي عمله به هم ورسره وي۔
چارواکي وایي، دا نوښت به په لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د روغتیا خدمتونه ښه او د زېږون پر مهال د مړیني کچه کمه کړي۔
تفصيل د خالده نياز په راپور کې وګورئ.

خالده نیاز