د خېبر پښتونخوا د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال احمد فیضي ویلي، چې په صوبه کې د روانو بارانونو له امله ټولې د ریسکیو ډلې په بشپړ چمتو حالت کې دي، ترڅو د هر ډول بېړني حالت سره سملاسي مقابله وشي.
د ویاند په وینا، د ممکنه سېلابونو د خطر له کبله د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیمونه په حساسو او خطرناکو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د سیندونو، ویالو او بندونو پر غاړو پر عارضي توګه د اوبو نه د ژغورلو پواينټونه هم جوړ شوي دي.
هغه وویل، په دغو ځایونو کې د بېلابېلو څانګو ټول ټال ۱۷۷ روزل شوي اهلکار تعینات دي، چې له دوي سره ۴۱ د عملیاتو ځانګړي ګاډي هم موجود دي. د دې تر څنګ، یادو ټیمونو ته لایف جیکټونه، کښتۍ او نور مهم بيړني وسایل هم ورکړل شوي دي.
د ریسکیو 1122 چارواکي وایي چې د کابل، سوات، سند او پنجکوړه سیندونو په ګډون مهمو اوبو لارو باندې ځانګړې څارنه روانه ده، ترڅو د اوبو د کچې زیاتوالي په صورت کې زر تر زره اقدامات وشي.
همدارنګه، په چارسده، ډېره اسماعیل خان، سوات او شانګله ضلعو کې اضافي نفر او وسایل ځای پر ځای شوي دي. د خانپور ډیم، سردریاب، بالاکوټ او نورو حساسو سیمو کې هم د ریسکیو ډلې په دوامداره توګه موجودې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په خېبر پښتونخوا کې د ۲۵م مارچ نه روانو بارانونو اولس ته سخت زيانونه رسولي دي.
د معلوماتو مطابق تر دې دمه په خېبر پښتونخوا کې بارانونو له امله ۴۷ نفره مړه شوي او د سلو نه زيات ټپيان دي او ګڼ شمېر کورونه نړيدلي دي.
په داسې حال کې د آفتونو مديريت صوبايي ادارې پي ډي ايم ای خبرداری ورکړی چې په صوبه کې د سيلابونو خطر زيات شوی دی.

شال نیوز