د اسلامیه کالج او پوهنتون انتظامیې د یوې ښځینه ښوونکې سره د مبینه ځورونې او ناروا چلند په پېښه کې درې زده کوونکي د دوو اوونیو لپاره معطل کړي دي۔
د انتظامیې له خوا د ،مې په ۱۹مه، خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تر هغو به دغو زده کوونکو ته پوهنتون ته د ننوتو اجازه نه وي، څو پورې چې د پلټنو کمېټۍ خپله وروستۍ پرېکړه نه وي کړې۔
ځیني سرچینو شال نیوز ته ویلی چې د بوټو پوهنې څانګې یوې ښځینه ښوونکې وائس چانسلر ته په لېږل شوي شکایتي لیک کې ویلي چې د دویم سمسټر د ازموینې پر مهال ځینو زده کوونکو د ازموینې ورکولو نه انکار کړی وو او نور زده کوونکي یې هم دې ته هڅول چې ازموینه ور نه کړي۔
په شکایت کې ویل شوي چې ځینو زده کوونکو د پوښتنو پاڼې شلولې او د ښوونکې پر لور یې غورځولې وې۔ مراسله زیاتوي چې په مبینه توګه دغه ښځینه ښوونکې او ځیني زده کوونکې د ټولګي دننه بندې هم ساتلی شوې وې۔ د شکایت ترمخه، وروسته یو شمېر زده کوونکي د نورو کسانو سره بېرته راغلي او ښوونکې ته یې دهړکې ورکړې دي۔
سرچیني وایي، دا پېښه په مبینه توګه د نقل د مخنیوي له امله رامنځته شوې ده، خو د کالج انتظامیې لا تر اوسه په رسمي ډول د دې دعوې پخلی نه دی کړی۔
بلخوا د کالج انتظامیې ویلي چې د پېښې سمدستي نوټس اخیستل شوی او د پلټنو لپاره ځانګړې کمېټي جوړه شوې ده۔ انتظامیې ویلي، د کمېټۍ د راپور له مخې به د ذمه وارو کسانو پر ضد سخته قانوني او انتظامي کاروايي کېږي او په اداره کې به د ښوونکو د عزت او خوندیتوب په برخه کې هېڅ ډول بې غوري ونه زغمل شي۔
د ښوونکو اتحادیې هم ویلي چې د نظم او ضبط کمېټۍ تر وروستۍ پرېکړې پورې یې خپل احتجاج او هړتال ځنډولی او د جون تر اتمې نېټې پورې به تعلیمي چارې روانې وي۔
د خېبر پښتونخوا په پوهنتونونو او تعلیمي ادارو کې د ځورونې او ناروا چلند پېښې تر دې وړاندې هم مخې ته راغلې دي۔ د ۲۰۲۴م کال یوه څېړنیز راپور وایي چې په صوبه کې د ځورونې زیاتره شکایتونه له تعلیمي ادارو سره تړاو لري او پوهان د اغېزمنو پلټنو، روڼتیا او د خوندي تعلیمي چاپېریال پر اړتیا ټینګار کوي۔

سلمان یوسفزی