د عوامي نېشنل ګوند شمالي وزيرستان ضلعي مشر ملک نثار علي خان او ضلعي جنرل سېکرټر عبدالحليل وزير په تحصيل دته خېل کې د پوځ له خوا د ۳۶ ساعتونو دننه د خلکو د کډه کېدو د اعلان په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، او ويلي يې دي چې دا پرېکړه د ولس پر ضد زياتی دی۔

 

دوي په يوه ګډه خبرپاڼه کې ويلي، د شوا او سپين وام سيمو امنيتي حالات لا له وړاندې خراب دي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي۔ د دوي په وينا، د لوي اختر نه يوازې څو ورځې وړاندې، او په دومره سخته ګرمي کې خلک له خپلو کورونو وتلو ته مجبورول، يو جدي بشري بحران جوړولی شي۔

 

د عوامي نېشنل ګوند مشرانو پوښتنه کړې چې غريب او بې وسه خلک به په دې حالاتو کې چرته ځي او څنګه به خپل ژوند تېروي۔

 

دوي له پاکستان پوځ څخه غوښتنه کړې، چې په دې پرېکړه دې سمدستي بيا غور وکړي، څو ولس له نورو ستونزو او کړاوونو وژغورل شي۔ همداراز، طالبانو ته يې هم غږ کړی چې د عامو خلکو له سيمو ووځي او ولس دې له نورو مشکلاتو سره نه مخامخ کوي۔

 

د خبرپاڼې له مخې، د شمالي وزيرستان له ډپټي کمېشنر څخه هم غوښتنه شوې چې په دې حساس صورتحال کې دې خپل اغېزناک کردار ترسره کړي او د ولس د مرستې لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي۔

 

عوامي نېشنل ګوند شمالي وزيرستان ويلي چې ګوند روانو حالاتو ته په ژوره توګه پام کوي او د ولس د حقونو د خونديتوب لپاره به راتلونکو ورځو کې خپل دريځ او تګلاره نوره هم پياوړې کړي۔