وزیراعظم شهباز شریف ،د مې په ۱۹مه، په کوټه کې د ملي کاري پلان د صوبايي ايپکس کمېټۍ غونډې مشري وکړه، چې پکې د بلوچستان د امنيتي وضعيت، پرمختيايي چارو او حکومتي نظام جاج واخيستل شو۔
غونډې ته د بلوچستان د امنيتي حالاتو، د ترهګرۍ ضد اقداماتو، د حکومتي چارو د برېښنايي کولو، بې نغدو پيسو اقتصادي نظام او نورو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل شول۔ چارواکو وويل، د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ټولې ادارې په ګډه او فعاله توګه کار کوي۔
وزیراعظم د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پوځ او امنيتي ځواکونو د رول ستاينه وکړه او د پوځ مشر فیلډ مارشل جنرال سید عاصم منیر ته يې د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې۔ نوموړي د بلوچستان د اعلا وزير مير سرفراز بګټي او د هغه د ډلې له خوا د ولسي هوساینې لپاره د شوو اقداماتو ستاينه هم وکړه۔
شهباز شریف د بلوچستان د رخشان سيمي لپاره د سرحدي ځواکونو د نورو سرتېرو د ځای پر ځای کولو لارښوونه وکړه۔ د هغه په وينا، له دې اقدام سره به د کاندونو د ساتنې لپاره يو ځانګړی امنيتي دهليز جوړ شي، چې پکې به پر لویو لارو امنيتي پوستې، د څار ځانګړی نظام او سرحدي پوستې شاملې وي۔
وزیراعظم وويل، پاکستان د طبيعي زېرمو، په ځانګړي ډول د کاندونو له پلوه شتمن هېواد دی، او په بلوچستان کې د امن ټينګښت د کورنيو او بهرنيو پانګه والو د باور لپاره ضروري دی۔
غونډې ته وويل شول چې په بلوچستان کې د ځوانانو د سوکالۍ لپاره د مهارتونو د روزنې پروګرامونه روان دي، او حکومت د تعليم، تخنيکي زده کړو، بورسونو، برېښنايي مهارتونو او د کار د فرصتونو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه کوي۔
د چارواکو په وينا، د ۲۰۲۴ کال د نومبر له مياشتې راهيسي په بلوچستان کې د پوليو کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې۔ همداراز د سرطان د درملنې روغتون، د ويني پاکولو مرکز او د بېړنيو پېښو د درملنې مرکزونو په ګډون د روغتيا ګڼې پروژې فعالې شوې دي او د نورو پر جوړولو کار روان دی۔
چارواکو زياته کړه چې دا مهال په بلوچستان کې ۹۹ سلنه ښوونځي پرانيستي دي او تعليمي چارې پکې روانې دي۔ د لمريزې برېښنا له پروژو څخه تر ۱۵۰۰ زياتو کورنيو ګټه اخيستې ده، چې له امله يې د ميلياردونو روپيو سپما شوې ده۔
په غونډه کې خواجه آصف، احسن اقبال، محسن نقوي، عطاالله تارړ، خالد مګسي، جام کمال خان، د وزیراعظم سلاکار رانا ثناءالله او د اړوندو ادارو لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلودل.

نعيم اچکزئي