د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د عوامي اعلاميې او د ډپټي کمشنر شانګله د لارښوونې په رڼا کې، د سمارټ لاک ډاون د مؤثره عملي کېدو په اړه د اسسټنټ کمشنر بشام په دفتر کې يوه مهمه غونډه وشوه.

 

په غونډه کې د تاجر يونين مشرانو او د بېلابېلو بازارونو صدرانو ګډون درلودل.

په دې موقع د تاجرانو ټولنې د حکومتي هداياتو په بشپړ ډول د عملي کولو او د انتظاميې سره د هر ممکنه مرستې ژمنه وکړه.

 

وروستو اسسټنټ کمشنر بشام د تحصيلدار بشام، اېس اېچ او بشام او د بشام بازار د صدر سره يو ځای د شپې په وخت د بشام بازار د بېلابېلو برخو دوره وکړه. د دورې په مهال دکاندارانو او عامو خلکو ته د سمارټ لاک ډاون په اړه پوهاوی ورکړی شو او د حکومتي هداياتو د عملي کولو ټينګار وشو.

 

اسسټنټ کمشنر بشام، نور محمد، شال نيوز ته په خپله وينا کې وويل چې څومره هم مارکيټونه يا دوکانونه دي، هغه به د ماخوستن اتۀ بجې تړل کيږي، هوټلې او کيفئ په د شپي په لس بجې تړل کيږي‌. هغه وويل چې دواخانو، تنورونه او پيټرول پمپونه به د دې امر نه آزاد وي. اسسټنټ کمشنر بشام په ډاګه کړه چې د حکومتي احکاماتو عملي کېدل به په هر صورت کې يقيني کوي.

 

د يادونې وړ ده چې په منځني ختیځ کې د روان جنګ له امله په پاکستان کې د تيلو بیې لوړې شوي دي او حکومت د تيلو د بچت لپاره په هېواد کې سمارټ لاک ډاون لګولو اعلان کړی دی چې خېبر پښتونخوا حکومت هم د ۶م اپريل نه په ټوله صوبه کې سمارټ لاک ډاون لګولی دی‌. د لاک ډاون د اعلان سره سم به په ټوله صوبه کې بازارونه د ماخوستن ۸ بجې بنديږي.