لنډي کوتل / ننګرهار / خوست: پاکستان او افغانستان ترمنځ روانو نښتو نه يوازې د خېبر ضلعې لنډي کوتل ښځې له اعصابي فشار سره مخ کړي، بلکې د ډيورنډ کرښې پورې غاړې افغان کورنۍ هم له ورته ستونزو سره مخ دي۔
د لنډي کوتل ځينو ښځو شال نيوز سره خبرو کې ويلي چې د کله راهسې د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې پېل شوي دي، له ويرې سره مخ دي۔ دوي وايي د سيمې ځينو خلکو کډې وکړې، خو ډېر خلک د بې وسۍ له امله نشي وتلی۔ بريدونو نه يوازې ودانيو ته زيان رسولی، بلکې د ماشومانو زده کړې او ورځنی ژوند يې هم سخت اغېزمن کړی دی۔
د ملک نادر خان کلي ۲۲ کلنه زينت اپريدۍ وايي، دوي د روژه ماتي تياري کوله چې ناڅاپه بريد وشو او د کورنۍ درې تنه يې ژوبل شول۔ هغې وويل، “د دې پېښې وروسته زموږ د کور ښځې او ماشومان ټول په ويره کې دي، ځينې خپلوان مو اوس هم پېښور ته کډه شوي دي.”
يوه بله ښځه وايي، “موږ له دواړو هېوادونو غوښتنه کوو چې دا جګړه ودروي، ځکه عام خلک پکې ځپل کېږي او ماشومان له زده کړو پاتې کېږي.”
د ډيورنډ کرښې پورې غاړې د افغان کورنيو حالت
د ننګرهار ولايت د ګوشته ولسوالۍ يوې اغېزمنې ښځې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل:
“د شپې ناوخته بمباري وشوه، زموږ د کور يوه برخه ړنګه شوه او ماشومان مې اوس هم له ويرې نه خوب نه شي کولی.”
د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي:
“موږ هېڅ وسله نه لرو، خو بيا هم زموږ کلي په نښه کېږي۔ خلک يا ټپيان کېږي يا خپل کورونه پرېږدي او کډې کوي.”
يوه بله افغان ميرمن وايي:
“هره ورځ د روژه ماتي او پيشمني پر وخت ډزې کېږي، ماشومان مې چې غږ واوري نو ژاړي او ځانونه پټوي۔ موږ نه پوهېږو چې دا حالت به تر کومه دوام کوي.”
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي آر) له مخې، د تېرې مياشتې له وروستۍ اوونۍ راهيسې د نښتو له امله په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵،۰۰۰ او په پاکستان کې څه باندې ۳،۰۰۰ کسان بې کوره شوي دي۔
د يادونې وړ ده چې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې وروسته له هغې زياتې شوې چې پاکستان د فرورۍ په ۲۱مه او ۲۲مه د ننګرهار، پکتيکا او خوست پر ځينو سيمو بريدونه وکړل۔ پاکستان وايي دا بريدونه يې په خپل هېواد کې د بريدونو په ځواب کې کړي، خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي۔
د فبرورۍ په ۲۷مه د طالبانو له لوري د “غچ اخيستنې” عملياتو له اعلان وروسته، دواړو خواوو يو پر بل بريدونه کړي چې له امله يې عام خلک دواړو غاړو ته تر ټولو زيات زيانمن شوي دي۔

شال نیوز