هالنډ د نړۍ په کچه د لاله ګلانوترټولو لوی مرکز ګڼل کېږي. هر کال د پسرلي په موسم کې، د مارچ له نیمایي څخه د می تر میاشتې پورې، دا هېواد په زرګونو رنګونو بدلېږي. د لاله ګلانو کښت نه یوازې د هالنډ یو کلتوري سمبول دی، بلکې د دې هېواد د اقتصاد لویه برخه هم پرې ولاړه ده، چې په میلیاردونو یورو ارزښت لري۔ ګڼ سيلانيان هم ددي کتلو ته راځي۔