واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چین څخه تر راستنېدو وروسته د دغه هېواد د شېنژن ښار د پاکوالي ستاینه کړې او د امریکا د ښارونو پر وضعیت یې نیوکې کړې دي.
ټرمپ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د چین شېنژن ښار ډېر پاک دی او ولسمشر شي جین پېنګ په دې برخه کې ښه کار کړی دی. نوموړي ویلي: «شېنژن ډېر پاک ښار و. شي جین پېنګ ډېر ښه کار کړی، خو زموږ د امریکا ښارونه چټل او د کرکې وړ دي.»
ټرمپ د امریکا د ښارونو د پاکوالي او ښاري اسانتیاوو پر وضعیت د نیوکې ترڅنګ ویلي چې په دې برخه کې باید ښه والی راوستل شي. د نوموړي دغو څرګندونو یو ځل بیا د امریکا او چین د ښارونو د پاکوالي او انتظام په اړه بحثونه راپورته کړي دي.


شال نیوز