کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په تانزانیا کې د پانګونې د اووم کنفرانس په څنډه کې د کینیا د کانونو له وزیر حسن علي جوه سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې د کانونو، د معدني موادو د پروسس او صادراتو، کرنیزو محصولاتو او صنعتي تولیداتو په برخو کې د ګډې پانګونې پر امکاناتو خبرې شوې دي.
د وزارت په وینا، دواړو لورو په خپلو بازارونو کې د یو بل د تولیداتو د خرڅلاو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو هم بحث کړی دی. نورالدین عزیزي ویلي چې افغانستان د صنعتي او کرنیزو تولیداتو په برخه کې د پانګونې فرصتونه لري او غواړي له کینیا سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
نوموړي له کینیا څخه د چای، قهوې او نورو محصولاتو د واردولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتولو غوښتنه هم کړې ده. د کینیا د کانونو وزیر حسن علي جوه د اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی کړی او افغانستان یې د کینیا د تولیداتو لپاره یو مهم بازار بللی دی.
هغه ویلي چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت د سیمهییزې سوداګرۍ او د مالونو د لېږد رالېږد لپاره اهمیت لري. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لورو د ګډو سوداګریزو نندارتونونو د جوړولو او د اقتصادي همکاریو د عملي کولو لپاره د یوې ګډې کاري ډلې پر جوړېدو هم هوکړه کړې ده.
د وزارت په وینا، ټاکل شوې چې د دې همکاریو لپاره د هوکړه لیک مسوده د کینیا له خوا چمتو او له افغان لوري سره شریکه شي. تر اوسه د دې هوکړه لیک د لاسلیک نېټه، د احتمالي پانګونې اندازه او د ګډو اقتصادي پروژو جزئیات نه دي اعلان شوي.
د افغانستان او کینیا ترمنځ د اوسني سوداګریز حجم په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز