کابل (شال نیوز) : د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور، انس حقاني، ادعا کړې چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال نږدې یو میلیون افغانان وژل شوي دي. انس حقاني له یوه امریکايي یوټیوبر سره په مرکه کې ویلي چې په دې جګړه کې یې خپل څلور وروڼه هم له لاسه ورکړي دي.

 

نوموړي د جګړې د قربانیانو شمېر نږدې یو میلیون ښودلی، خو د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره یې کوم رسمي راپور یا مستندې شمېرې نه دي وړاندې کړې.

 

انس حقاني دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال طالبانو او حقاني شبکې په کابل او نورو سیمو کې ګڼ ځانمرګي او وسله وال بریدونه کړي وو چې پکې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ زرګونه ملکي وګړي هم وژل شوي او ژوبل شوي وو.

 

خو نوموړي په خپله مرکه کې د طالبانو او حقاني شبکې د بریدونو له امله د وژل شویو ملکي وګړو او د خپلې ډلې د مسوولیت په اړه څه نه دي ویلي.

 

انس حقاني د حقاني شبکې د بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني زوی دی. نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې ونیول شو او په افغانستان کې د بند پر مهال په اعدام محکوم شوی و.

 

هغه د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د بندیانو د تبادلې د یوې هوکړې له مخې خوشې شو. د دې هوکړې له مخې، د انس حقاني په ګډون درې طالب بندیان د دوو بهرنیو استادانو په بدل کې خوشې شول.

 

د افغانستان د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه د انس حقاني له خوا وړاندې شوې شمېره له هغو معلوماتو سره توپیر لري چې نړیوالو څېړنیزو ادارو خپاره کړي دي.

 

د امریکا د براون پوهنتون د «جګړې لګښتونه» څېړنیزې پروژې د ۲۰۲۱ کال په راپور کې اټکل کړی و چې له ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په افغانستان کې د جګړې د مستقیم تاوتریخوالي له امله شاوخوا ۱۷۶ زره کسان وژل شوي دي.

 

د دې څېړنې له مخې، په وژل شویو کسانو کې څه باندې ۴۶ زره ملکي وګړي، شاوخوا ۶۹ زره افغان پوځیان او پولیس او نږدې ۵۳ زره د طالبانو او نورو وسله والو ډلو غړي شامل وو.

 

څېړونکو ویلي وو چې په دغو شمېرو کې هغه کسان نه دي شامل چې د جګړې له امله د لوږې، ناروغیو، بې‌ځایه کېدو او روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي د نشتوالي له کبله مړه شوي دي.

 

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما، د جګړې پر مهال په خپلو کلنیو راپورونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېرې خپرولې.

 

د یوناما د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۹ کال څخه د ۲۰۲۱ کال تر لومړۍ نیمايي پورې په افغانستان کې له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه زره نور ژوبل شوي وو.

 

یوناما په خپلو راپورونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوولیت د طالبانو په ګډون وسله والو ډلو، افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو ته منسوب کړی و.

 

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو او د پخواني جمهوري حکومت له ړنګېدو سره په افغانستان کې شل کلنه جګړه پای ته ورسېده.

 

که څه هم د دې جګړې د مستقیمو او غیرمستقیمو قربانیانو د ټول شمېر په اړه بېلابېل اټکلونه شته، خو د انس حقاني له خوا د نږدې یو میلیون افغانانو د وژل کېدو ادعا تر اوسه د کومې خپلواکې څېړنیزې ادارې له خوا نه ده تایید شوې.