کراچۍ (شال نیوز) : په پاکستان کې د سرو زرو په بیه کې لوی کمی راغلی او د یوې تولې سرو زرو قیمت څه د پاسه ۱۵ زره روپۍ راټیټ شوی دی.

 

د پاکستان د سرو زرو او زرګرانو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، د نومبر په ۲۰مه د ۲۴ قیراطه سرو زرو د یوې تولې بیه ۱۵ زره ۴۰۰ روپۍ کمه شوې او درې لکه ۷۹ زره ۸۳۶ روپیو ته رسېدلې ده.

 

تر دې وړاندې د یوې تولې سرو زرو بیه درې لکه ۹۵ زره ۲۳۶ روپۍ وه. همداراز د لسو ګرامو سرو زرو په بیه کې ۱۳ زره ۲۰۳ روپۍ کمی راغلی او قیمت یې درې لکه ۲۵ زره ۶۴۸ روپیو ته راټیټ شوی دی.

 

په پاکستان کې د سرو زرو بیه په داسې وخت کې راټیټه شوې چې په نړیوال مارکیټ کې هم د سرو زرو په قیمتونو کې کمی راغلی دی. د زرګرانو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، په نړیوال مارکیټ کې د یوې اونس سرو زرو بیه ۱۵۴ ډالره کمه شوې او درې زره ۵۷۳ ډالرو ته رسېدلې ده.

 

په پاکستان کې د نومبر په ۱۹مه هم د یوې تولې سرو زرو بیه درې زره ۷۰۰ روپۍ کمه شوې وه. په دې توګه په دوو ورځو کې د یوې تولې سرو زرو په قیمت کې ټولټال ۱۹ زره ۱۰۰ روپۍ کمی راغلی دی.

 

د سرو زرو ترڅنګ د سپینو زرو بیه هم راټیټه شوې ده. د یوې تولې سپینو زرو قیمت ۲۹۷ روپۍ کم شوی او څلور زره ۷۰۸ روپیو ته رسېدلی دی. په پاکستان کې د سرو زرو قیمتونه تر ډېره په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو له بیو او د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ له ارزښت سره تړلي دي.

 

د سرو زرو د بیو کمېدل د هغو کسانو لپاره مهم دي چې د ودونو او نورو ضرورتونو لپاره سره زر اخلي. خو د قیمتونو پرله‌پسې بدلون د زرګرانو او پېرودونکو لپاره د راتلونکو نرخونو په اړه بې باوري هم پیدا کړې ده.

 

د زرګرانو اتحادیه د سرو زرو نرخونه اعلانوي، خو په دوکانونو کې د ګاڼو د جوړولو مزدوري او نور لګښتونه د سرو زرو په وروستۍ بیه کې جلا حسابېږي.