لاهور (شال نیوز) : د سکهـ مذهب د بنسټ اېښودونکي بابا ګورو نانک د زوکړې د ۵۵۷مې کلیزې په مناسبت له هند څخه ۳۰۹۱ سکهـ یاتریان د نومبر په ۲۲مه د واګه پولې له لارې پاکستان ته راځي.
پاکستاني چارواکي وايي، دغو یاتریانو ته ویزې ورکړل شوې دي او د هغوی د هرکلي، استوګنې، خوراک، تګ راتګ او امنیت لپاره انتظامات بشپړ شوي دي. د پنجاب صوبایي حکومت د اټکل له مخې، سږ کال به د پاکستان په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه شاوخوا ۳۰ زره سکهـ یاتریان په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي.
د پاکستان د متروکه وقف املاکو ادارې ویاند غلام محی الدین ویلي چې له هند څخه راتلونکي یاتریان به د یکشنبې په ورځ د واګه پولې له لارې پاکستان ته داخل شي.
د نوموړي په وینا، د یاتریانو د هرکلي لپاره به د متروکه وقف املاکو ادارې سېکرټري ناصر مشتاق، د پنجاب صوبایي وزیر سردار رمېش سنګهـ اروړه او نور چارواکي د واګه پولې ته ورځي. له واګه پولې څخه به یاتریان په ځانګړو بسونو کې ننکانه صاحب ته وړل کېږي، چې د بابا ګورو نانک د زوکړې ځای دی.
د انتظامیې د پروګرام له مخې، یاتریان به د نومبر په ۲۳مه د ننکانه صاحب له تاریخي ګوردوارو څخه لیدنې کوي او د نومبر په ۲۴مه به په ګوردواره جنم استهان کې د زوکړې په مرکزي مذهبي مراسمو کې ګډون کوي.
په دغو مراسمو کې به مذهبي دعاګانې، د سکهـ مذهب د سپېڅلي کتاب تلاوت او مذهبي جلوس ترسره کېږي. د ننکانه صاحب ډپټي کمشنر رانا حمید ویلي چې د یاتریانو د امنیت لپاره له ۲۵۰۰ څخه زیات پولیس افسران او اهلکار ګمارل شوي دي.
چارواکي وايي، د یاتریانو لپاره د استوګنې، وړیا خوراک، طبي مرستو او ټرانسپورټ انتظامات هم شوي دي. د ټاکل شوي پروګرام له مخې، یاتریان به د نومبر په ۲۵مه د فاروق اباد له تاریخي ګوردواره سچا سودا څخه لیدنه کوي او وروسته به د حسن ابدال ګوردواره پنجه صاحب ته ځي.
ټاکل شوې چې د نومبر په ۲۷مه د نارووال ضلعې کرتارپور ته ولاړ شي او هلته په ګوردواره دربار صاحب کې مذهبي مراسم ترسره کړي. یاتریان به د نومبر په ۲۹مه او ۳۰مه په لاهور کې له تاریخي ګوردوارو څخه لیدنې کوي او د دسمبر په لومړۍ نېټه به بېرته هند ته ستنېږي.
بابا ګورو نانک په ۱۴۶۹م کال کې د پنجاب په ننکانه صاحب کې زېږېدلی و. نوموړی د سکهـ مذهب بنسټ اېښودونکی دی او د هغه د زوکړې کلیزه هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
ننکانه صاحب، حسن ابدال او کرتارپور د سکهـ مذهب له مهمو مذهبي ځایونو څخه دي، چې هر کال زرګونه یاتریان د زیارت لپاره ورځي. د پاکستان او هند ترمنځ د مذهبي زیارتونو د لیدنې تړون له مخې، د دواړو هېوادونو وګړو ته د ځانګړو مذهبي مراسمو لپاره د سفر اجازه ورکول کېږي.
خو د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو خرابېدو په وروستیو کلونو کې د مذهبي سفرونو بهیر هم اغېزمن کړی دی. د کرتارپور ځانګړې لار، چې په ۲۰۱۹م کال کې د هندي سکهـ یاتریانو لپاره پرانیستل شوې وه، د ۲۰۲۵م کال له مې میاشتې راهیسې د هند له لوري د یاتریانو پر تګ راتګ تړلې پاتې ده.
پاکستاني چارواکي وايي، د بابا ګورو نانک د زوکړې د کلیزې لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي او د یاتریانو هرکلي ته چمتو دي.


شال نیوز