کوالالمپور (شال نیوز) : د مالیزیا مرستیال وزیراعظم احمد زاهد حمیدي ویلي چې ترکیې د لس زره روهینګیا کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی او د مالیزیا کابینې هم دغه هېواد ته د کډوالو د لېږلو پلان منظور کړی دی.

 

احمد زاهد حمیدي ویلي چې د پلان له مخې به دغو کډوالو ته له درېیو تر شپږو میاشتو پورې فني او مسلکي تربیه ورکول کېږي، څو په ترکیه کې د کار کولو لپاره اړین مهارتونه زده کړي.

 

د نوموړي په وینا، د کډوالو د انتخاب، اسنادو برابرولو او ترکیې ته د هغوی د لېږلو چارې به د اړوندو حکومتي ادارو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په همکارۍ ترسره کېږي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ترکیې ته به د دغو کډوالو د لېږلو لړۍ کله پیل شي.

 

روهینګیا د میانمار یو مسلمان اقلیت دی چې له کلونو راهیسې له تاوتریخوالي او بې‌ځایه کېدو سره مخ دی. په ۲۰۱۷ کال کې د میانمار د پوځ له عملیاتو وروسته سلګونه زره روهینګیا مسلمانان بنګله دېش ته کډوال شول. یو شمېر نورو یې مالیزیا او د سیمې نورو هېوادونو ته پناه یوړه.

 

مالیزیا د روهینګیا کډوالو له مهمو کوربه هېوادونو څخه دی، خو هلته ګڼ کډوال د قانوني اسنادو، تعلیم، علاج او روزګار په برخو کې له ستونزو سره مخ دي.