کندهار (شال نیوز) : د افغانستان په کندهار ولایت کې د برېښنا د پرلهپسې بندېدو له امله د یو شمېر فابریکو کارونه بند شوي او ګڼ مزدوران د روزګار له ستونزو سره مخ شوي دي.
د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د برېښنا کمښت د فابریکو او نورو کاروبارونو پر فعالیتونو اغېز کړی او د مزدورانو لپاره د کار موقعې کمې شوې دي.
د کندهار ښار د شهیدانو څلورلارې ته هر سهار لسګونه کسان د مزدورۍ په لټه راځي، خو ډېری یې کار نه شي موندلی او تر ماښامه له انتظار وروسته تش لاس خپلو کورونو ته ستنېږي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، پخوا به ګڼو مزدورانو په فابریکو او نورو کارځایونو کې مزدوري کوله، خو د برېښنا د کمښت له امله د یو شمېر فابریکو کارونه درېدلي او د ورځنۍ مزدورۍ موقعې کمې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، په هلمند ولایت کې د کجکي بند د اوبو کچه ټیټه شوې چې ورسره د برېښنا تولید هم کم شوی دی. د کندهار او هلمند په ځینو سیمو کې اوسېدونکي وايي چې په څلرویشت ساعتونو کې یوازې یو یا دوه ساعته برېښنا ورته رسېږي.
د برېښنا دغه کمښت په ځانګړي ډول هغه فابریکې اغېزمنې کړې چې ماشینونه یې په برېښنا چلېږي. د برېښنا له بندېدو سره د تولید چارې درېږي او د فابریکو خاوندان نه شي کولی خپل کاروبارونه په عادي ډول روان وساتي.
د کندهار مزدوران وايي، د کار نشتوالي یې د کورنیو پر ژوند اغېز کړی دی. دوی شکایت کوي چې د ورځنۍ مزدورۍ له لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي، خو اوس ډېرې ورځې بې له کاره تېروي.
د برېښنا کمښت یوازې تر فابریکو محدود نه دی، بلکې د عامو خلکو ورځنی ژوند او واړه کاروبارونه یې هم اغېزمن کړي دي. د کندهار او هلمند په هغو سیمو کې چې خلک د ورځې یوازې یو یا دوه ساعته برېښنا لري، د کورونو او دوکانونو ورځني کارونه هم له ستونزو سره مخ دي.
د سیمې اوسېدونکي له چارواکو غوښتنه کوي چې د برېښنا د کمښت د هواري لپاره دې عملي اقدامات وکړي او فابریکو ته دې د برېښنا رسولو انتظام ښه کړي، څو د تولید چارې بېرته پیل او مزدورانو ته د کار موقعې برابرې شي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د برېښنا د کمښت له امله څومره فابریکې تړل شوې او څومره مزدوران بېروزګاره شوي دي. د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت هم تر اوسه د برېښنا د عادي سپلای د بېرته پیل کېدو په اړه کوم مشخص مهالوېش نه دی وړاندې کړی.


شال نیوز