کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي ویلي چې وفاقي حکومت د بلوچستان د خلکو لپاره ۲۵ زره سرکاري نوکرۍ اعلان کړې دي چې د صوبې د بېلابېلو ضلعو ترمنځ به د ابادۍ په تناسب ووېشل شي.
سرفراز بګټي د بلوچستان صوبایي اسمبلۍ غونډې ته ویلي چې د دغو نوکریو د وېش پر مهال به د هرې ضلعې ابادي په پام کې نیول کېږي او د ګمارنو لړۍ به دوام ولري.
په اسمبلۍ کې د بحث پر مهال صوبایي وزیر انجینر زمرک خان اڅکزي غوښتنه کړې چې د نوکریو د ګمارنو لړۍ دې یوازې په ۱۲ ضلعو پورې نه محدودېږي، بلکې د بلوچستان ټولې ضلعې دې پکې شاملې شي.
بلخوا په کوټه کې سلګونو امیدوارانو د واپډا او کوېسکو د نوکریو لپاره د انټرویو په بهیر کې د مبینه بې قاعدګیو پر ضد احتجاج کړی دی. احتجاج کوونکي د بلوچستان د انفارمېشن ټکنالوژۍ او منېجمنټ سائنسز پوهنتون، بیوټمز، مخې ته راټول شوي وو او د ګمارنو په بهیر کې یې د شفافیت غوښتنه کوله.
هغوی تور پورې کړی چې د انټرویو په بهیر کې بې قاعدګۍ شوې دي او غوښتنه یې کړې چې د امیدوارانو انتخاب دې د میرټ او ټاکل شوو اصولو له مخې وشي.
د احتجاج کوونکو په وینا، د سرکاري نوکریو لپاره باید ټولو وړ امیدوارانو ته یو شان موقع ورکړل شي او د ګمارنو په بهیر کې دې د هر ډول بې انصافۍ مخه ونیول شي.
په همدې حال کې کوېسکو د نومبر په ۲۰مه په کوټه کې د نوکریو لپاره روانې انټرویوګانې تر بل اعلان پورې ځنډولې دي. د کوېسکو ویاند ویلي چې د انټرویوګانو نوی مهالویش به وروسته اعلان شي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د انټرویوګانو د ځنډولو پرېکړه د امیدوارانو د احتجاج له امله شوې او که نور انتظامي لاملونه لري. د احتجاج کوونکو د بې قاعدګیو د تورونو په اړه د کوېسکو او واپډا د چارواکو تفصیلي دریځ هم نه دی څرګند شوی.
د بلوچستان د وزیراعلی له خوا د اعلان شوو ۲۵ زره وفاقي نوکریو د ضلعوار وېش، د درخواستونو د جمع کولو د نېټو او د ګمارنو د طریقې بشپړ تفصیل لا نه دی خپور شوی.


شال نیوز