کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان صوبایي اسمبلۍ په متفقه توګه درې قراردادونه منظور کړي چې پکې د کوټې او سکر ترمنځ د مستقیمو هوايي پروازونو د پیل، په کوټه کې د ۱۱ تړل شوو ټلویزیوني دفترونو د بیا پرانیستلو او د صوبایي افسرانو د ملازمتونو د مسئلې د هواري غوښتنې شوې دي.
په لومړي قرارداد کې له وفاقي حکومته غوښتنه شوې چې د کوټې او سکر ترمنځ مستقیم هوايي پروازونه پیل کړي. د اسمبلۍ غړو ویلي چې د دغو پروازونو د نشتوالي له امله ناروغان، زده کوونکي، سوداګر او سرکاري ملازمین له ستونزو سره مخ دي.
د بلوچستان نېشنل پارټۍ عوامي غړي میر اسدالله بلوچ د قرارداد په اړه د خبرو پر مهال غوښتنه کړې چې د پنجګور لپاره دې هم هوايي پروازونه پیل شي. په دویم قرارداد کې د کوټې د هغو ۱۱ ټلویزیوني دفترونو د بیا پرانیستلو غوښتنه شوې چې په تېرو کلونو کې تړل شوي دي.
د اسمبلۍ غړو ویلي چې د دغو دفترونو د تړل کېدو او د کارکوونکو د کمولو له امله تر ۱۲۲ زیات خبریالان او د رسنیو نور کارکوونکي له دندو بې برخې شوي دي. اسمبلۍ له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې تړل شوي دفترونه دې بېرته پرانیستل شي او د رسنیو د کارکوونکو د جبري برطرفیو مخه دې ونیول شي.
درېیم قرارداد د بلوچستان د هغو ۱۱ صوبایي افسرانو په اړه منظور شوی چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په وفاقي ادارو کې دندې ترسره کوي. په قرارداد کې غوښتنه شوې چې د دغو افسرانو د ملازمتونو مسئله دې په مستقل ډول هواره شي.
د بلوچستان اسمبلۍ دا درې واړه قراردادونه په متفقه توګه منظور کړي، خو تر اوسه وفاقي حکومت د دغو غوښتنو د عملي کولو په اړه کومه پرېکړه نه ده اعلان کړې.


شال نیوز