د پېښور په تهکال سیمه کې د خاورو او لرګیو جوړ یو داسې زوړ دکان نړېدلی چې د سیمې د پخواني ژوند، دودیز جوړښت او تاریخي کلتور یوه نښه ګڼل کېده. د دکان ۸۰ کلن څښتن خېوت خان وايي، دکان یې ډېر زوړ او کمزوری شوی و چې پرې راونړېد او دننه پکې پروت سامان هم زیانمن شو. په دې وروستیو کې د دغه دکان ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپرې شوې وې، چې د خلکو پام یې د پېښور د پخواني جوړښت او دودیزو کاروبارونو پر لور اړولی و. د شال نيوز خبريال عامر دواړ د دکان د څښتن خېوت خان سره خبري کړي دي.


عامر داوړ