د بلوچستان په ټولو برخو کې د ال پارټیز کانفرنس په غوښتنه صوبه کې شټر ډاون هړتال روان دی. د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او سوداګرو ټولنو د دې هړتال ملاتړ کړی دی. د هړتال له امله د صوبې په ګڼو ضلعو کې کاروباري فعالیتونه درېدلي او واړه او لوی بازارونه او دوکانونه تړلي دي