کوهاټ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په کوهاټ ضلعه کې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) او پولیسو په ګډو عملیاتو کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

 

د کوهاټ پولیس وايي، دغه عملیات د بازید خېل روډ په منکاره غرونو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس شوي، چې پر مهال یې د پولیسو او وسله والو ترمنځ ډزې شوې دي.

 

د کوهاټ د پولیسو مشر مظهر اقبال ویلي، په وژل شوو کسانو کې عبدالحی د کوهاټ اوسېدونکی او عبدالرشید د نور محمد خان زوی، د شمالي وزیرستان د دته خېل سیمې اوسېدونکی دی.

 

د هغه په وینا، درېیم وژل شوی کس لا نه دی پېژندل شوی. مظهر اقبال ادعا کړې چې عبدالحی د کوهاټ پر پولیس لاینز د ځانمرګي برید اصلي پلان جوړوونکی و او د بلي ټنګ د بینک لوټلو په مقدمه کې هم پولیسو ته مطلوب و.

 

پولیس وايي، عبدالرشید هم د بینک لوټلو په یوه مقدمه کې مطلوب و. د پولیسو په وینا، له وژل شوو کسانو څخه درې ټوپکونه او نهه شاجورونه ترلاسه شوي دي. د کوهاټ د پولیسو مشر ویلي، وژل شوي وسله وال له اتحاد المجاهدین پاکستان ډلې سره تړاو درلود.

 

هغه زیاته کړې چې د عملیاتو پر مهال تښتېدلي نور مشکوک وسله وال لټول کېږي او په سیمه کې د پولیسو د لټون عملیات روان دي. تر اوسه اتحاد المجاهدین پاکستان ډلې د پولیسو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه د پولیسو دغه ادعاوې نه دي تایید کړې.