کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې د ترکیې څېړنیزه بېړۍ «اوروج رییس» به د پاکستان په سمندري سیمو کې د تېلو او ګازو د احتمالي زېرمو موندلو لپاره سروې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۲۰مه ویلي چې اسحاق ډار دا څرګندونې په کراچۍ کې د ترکیې د څېړنیزې بېړۍ د هرکلي په مراسمو کې کړې دي.
اسحاق ډار ویلي چې د دې سروې له لارې به د سمندر لاندې د ځمکې د جوړښت او د تېلو او ګازو د احتمالي زېرمو په اړه معلومات راټول شي، چې په راتلونکي کې به د اکتشافي فعالیتونو لپاره ګټور وي.
نوموړي د پاکستان او ترکیې ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکاریو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د ترکیې د پټرولیم شرکت او د پاکستان د انرژۍ د ادارو ترمنځ ګډ کار به د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې غواړي له ترکیې سره د سمندر لاندې د تېلو او ګازو د لټون ترڅنګ د کانونو او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې هم همکارۍ پراخې کړي. هغه ترکي چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د پاکستان حکومت به د دې څېړنیز ماموریت بشپړ ملاتړ وکړي.
اسحاق ډار د سمندري خوندیتوب او چاپېریال ساتنې پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان د خپلو سمندري سرچینو د کارولو او سمندري اقتصاد د پراختیا لپاره هڅې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دغو مراسمو کې د سند ګورنر، د ترکیې د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر او د پاکستان د پټرولیم وفاقي وزیر هم ګډون کړی و.
«اوروج رییس» د ترکیې یوه ځانګړې څېړنیزه بېړۍ ده چې د سمندر لاندې د ځمکې د جوړښت معلومولو لپاره زلزلهییزې سروې کوي. د دې سروې له لارې راټولېدونکي معلومات د تېلو او ګازو د احتمالي زېرمو په پېژندلو کې مرسته کوي.
خو ماهرین وايي چې د دې ډول سروې ترسره کېدل په خپله د تېلو او ګازو د زېرمو د موندلو معنا نه لري. د زېرمو د موجودیت او د استخراج د امکان معلومولو لپاره نورو څېړنو او برمهکارۍ ته اړتیا وي.
پاکستان تمه لري چې د ترکیې د دې څېړنیزې بېړۍ د سروې پایلې به په راتلونکي کې د سمندر لاندې د تېلو او ګازو د لټون او په دې برخه کې د پانګونې لپاره مرسته وکړي.


شال نیوز