پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د تعلیم محکمې پرېکړه کړې چې د صوبې په ټولو سرکاري پرائمري سکولونو کې به د ماشومانو د مطالعې صلاحیت ښه کولو لپاره په ټایم ټېبل کې یو ساعت ځانګړی کېږي.
د نومبر په ۲۰مه د صوبې د ابتدایي او ثانوي تعلیم محکمې په خپور کړي بیان کې ویل شوي چې دا پرېکړه به په ټولو سرکاري پرائمري سکولونو او د مډل، های او هایر سېکنډري سکولونو په پرائمري برخو کې هم عملي کېږي.
د تعلیم محکمې ویلي چې د دې پرېکړې مقصد په ماشومانو کې د مطالعې شوق پیدا کول، د هغوی د لوستلو او په لوستلو شوو خبرو د پوهېدو صلاحیت ښه کول او د تعلیم بنیادي معیار مضبوطول دي.
د دې پرېکړې په اړه د ابتدایي او ثانوي تعلیم محکمې سېکرټري باقاعده اعلامیه هم جاري کړې ده. د اعلامیې له مخې، د پرائمري جماعتونو د ماشومانو د ریاضي د زده کړې کمزورۍ لرې کولو لپاره به هم ځانګړي ګامونه پورته کېږي.
ټولو سرکاري سکولونو ته هدایت شوی چې په اوونۍ کې لږ تر لږه یو پیریډ د ریاضي د بنیادي اصولو او حساب د زده کړې لپاره ځانګړی کړي.
د تعلیم محکمې په وینا، په دې پیریډ کې به ماشومانو ته د ریاضي بنیادي اصول ورښودل کېږي او د هغوی د زده کړې کمزورۍ به لرې کېږي، څو په راتلونکو جماعتونو کې د ریاضي په زده کړه کې له ستونزو سره مخ نه شي.
د خېبر پښتونخوا د نصاب او استادانو د تربیې ډایرېکټر ته هم هدایت شوی چې د پرائمري جماعتونو د تعلیم په سکیم کې د مطالعې لپاره د لږ تر لږه یو ساعت شاملولو انتظام وکړي.
خو د تعلیم محکمې په بیان کې دا نه دي واضح شوي چې د مطالعې لپاره ځانګړی شوی یو ساعت به هره ورځ وي او که په اوونۍ کې، او دا نوی نظام به له کومې نېټې عملي کېږي. دا پرېکړه د خېبر پښتونخوا د ضم شوو قبایلي ضلعو په سرکاري سکولونو هم عملي کېږي.


شال نیوز