تاشکنت (شال نیوز) : د ازبکستان چارواکي وايي، افغانستان تر ۲۰۳۰م کال پورې د قوشتېپې کانال له لارې د آمو سیند د اوبو اخیستل نه پیلوي. د دې هېواد اوبو سرچینو وزیر شوکت همراهیف ویلي، د کانال له بشپړېدو وروسته به له طالبانو سره د اوبو د وېش په اړه هوکړهلیک لاسلیک کړي.
د همراهیف په وینا، د اوبو په اړه د خبرو لپاره به د ازبکستان یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي. هغه ټینګار کړی چې افغانستان د آمو سیند د اوبو د کارولو حق لري، خو په وچکالۍ کلونو کې باید د اوبو اندازه له لسو میلیاردو څخه څلورو تر شپږو میلیاردو متر مکعبو ته راکمه کړي.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د قوشتېپې کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري، رغنیزې چارې یې په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوې او موخه یې د هېواد په شمال کې د کرنیزو ځمکو خړوبول دي.


شال نیوز