اسلام اباد (شال نیوز) : په اسلام اباد کې د خبریالانو یوې غونډې له حکومته غوښتنه کړې چې د پاکستان د ابادۍ او شته وسایلو ترمنځ د توازن ساتلو لپاره خپلې ټاکل شوې موخې عملي کړي او د ابادۍ د چټک زیاتوالي د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

 

دا غوښتنه د نومبر په ۱۹مه د پاکستان د ابادۍ شورا او د ملګرو ملتونو د ابادۍ صندوق په ګډه غونډه کې شوې ده. په غونډه کې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د ملي، صوبايي او سیمه‌ییزو رسنیو خبریالانو ګډون کړی و.

 

ګډونوالو وویل چې په پاکستان کې د ابادۍ د زیاتوالي او د کورنۍ د پلان جوړونې په اړه د سیاسي او مذهبي مشرانو ترمنځ رامنځته شوی اتفاق باید یوازې تر خبرو محدود پاتې نه شي، بلکې حکومت دې د خپلو ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

 

دوی وویل، رسنۍ کولای شي د کره شمېرو، څېړنو او د خلکو د ستونزو په وړاندې کولو سره د حکومت د تګلارو او اقداماتو څارنه وکړي.

 

د میندو او ماشومانو روغتیا ته د پاملرنې غوښتنه

 

د پاکستان د ابادۍ شورا مشر ډاکټر علي میر غونډې ته وویل چې د هېواد د مشهورو دیني عالمانو او اسلامي نظریاتي شورا له خوا د ماشومانو د زېږون ترمنځ د مناسب واټن ملاتړ یو مهم پرمختګ دی.

 

نوموړي وویل، اوس اړتیا ده چې دغه اتفاق په عملي ګامونو بدل شي، څو د میندو او ماشومانو روغتیا ښه او د کورنیو ستونزې کمې شي. ډاکټر علي میر زیاته کړه چې رسنۍ باید د میندو او ماشومانو روغتیا، د کورنۍ د پلان جوړونې اسانتیاوو، تعلیم او د ښځو د پیاوړتیا په اړه عامه پوهاوی زیات کړي.

 

د هغه په وینا، د ابادۍ مسئله یوازې د خلکو د شمېر موضوع نه ده، بلکې د روغتیا، تعلیم، روزګار او د کورنیو له اقتصادي حالت سره هم تړاو لري.

 

روغتیا، تعلیم او روزګار ته د لاسرسي پر زیاتولو ټینګار

 

د غونډې ځانګړي مېلمه، سناتور جان محمد بلېدي وویل چې روغتیايي اسانتیاوو، تعلیم او روزګار ته د خلکو لاسرسی او عامه پوهاوی د کورنۍ د پلان جوړونې په اړه د غوره پرېکړو لپاره مهم دي.

 

نوموړي وویل، حکومت او اړوندې ادارې باید له خلکو سره پرله‌پسې خبرې وکړي او هغوی ته داسې معلومات ورکړي چې د خپلو کورنیو د راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړای شي. هغه زیاته کړه چې رسنۍ د خلکو د ستونزو په څرګندولو او د عامه پوهاوي په زیاتولو کې مهم رول لوبولی شي.

 

د پاکستان ۶۷ سلنه وګړي له ۳۰ کلونو کم عمر لري

 

په غونډه کې د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د پاکستان د ټولې ابادۍ ۶۷ سلنه وګړي له ۳۰ کلونو کم عمر لري. ګډونوالو وویل، د ځوانانو دغه لوی شمېر د پاکستان لپاره یو مهم فرصت دی، خو د دې لپاره اړینه ده چې حکومت د هغوی پر تعلیم، مسلکي روزنه، روغتیا او د کارموندنې پر فرصتونو پانګونه وکړي.

 

دوی وویل، که ځوانانو ته د زده‌کړو او روزګار مناسب فرصتونه برابر شي، نو د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهمه ونډه اخیستلی شي. ګډونوالو د ښځو پر تعلیم او په اقتصادي فعالیتونو کې د هغوی د ګډون پر زیاتولو هم ټینګار وکړ.

 

تر ۲۰۳۵ کال پورې د ابادۍ د زیاتوالي د کمولو موخې

 

په غونډه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د ابادۍ د زیاتوالي او د ماشومانو د زېږون د کچې د راکمولو لپاره د ټاکل شویو ملي موخو د عملي کېدو بهیر په منظمه توګه وڅاري.

 

ګډونوالو وویل، د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره باید اړینې پیسې پر وخت برابرې شي او د کورنۍ د پلان جوړونې روغتیايي اسانتیاوې پراخې شي.

 

په غونډه کې د ماشومانو د زېږون ترمنځ د کم واټن، د امیندوارۍ د مخنیوي د طریقو د کم استعمال او روغتیايي اسانتیاوو ته د خلکو د محدود لاسرسي په اړه هم خبرې وشوې.

 

د بې‌وزلو کورنیو لپاره د کورنۍ د پلان جوړونې اسانتیاوې

 

د پاکستان د ابادۍ شورا په غونډه کې د هغو پروګرامونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل چې د حکومت او خصوصي ادارو په ګډه همکارۍ د کورنۍ د پلان جوړونې اسانتیاوې خلکو ته رسوي.

 

په دغو پروګرامونو کې د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام په همکارۍ د پنجاب په رحیم یار خان کې د «کرېن زندګي آسان» په نوم یوه طرحه هم شامله ده. د دې طرحې له مخې، کم عاید لرونکو کورنیو ته د کوپنونو له لارې د کورنۍ د پلان جوړونې اسانتیاوې برابرېږي.

 

د ابادۍ شورا په وینا، دغې طرحې په بې‌وزلو کورنیو کې د امیندوارۍ د مخنیوي د طریقو د استعمال په زیاتولو کې مثبتې پایلې ورکړې دي.

 

خبریالانو ته د کره معلوماتو د برابرولو ژمنه

 

د غونډې په پای کې د څېړونکو او خبریالانو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار وشو. ګډونوالو وویل، د ابادۍ د زیاتوالي، روغتیا، تعلیم او اقتصادي پرمختګ په اړه باید د اټکلونو پر ځای د کره شمېرو او څېړنو پر بنسټ راپورونه خپاره شي.

 

د پاکستان د ابادۍ شورا ژمنه وکړه چې خبریالانو ته به څېړنیز معلومات، کره شمېرې او تخنیکي مرستې برابروي، څو هغوی وکولای شي د ابادۍ او پرمختګ اړوند موضوعات په مسلکي او باوري ډول خلکو ته وړاندې کړي.