میرانشاه (شال نیوز) : د پاکستان د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو لوی درستیز، فیلډ مارشال سید عاصم منیر د نومبر ۲۰مه شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته سفر وکړ.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د خبرپاڼې له مخې، نوموړي میرانشاه ته له رسېدو سره سم د شهیدانو پر څلي (یادګارِ شهدا) د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د پاکستاني پوځ د شهیدانو سترو قربانیو ته یې درناوی وړاندې کړ.
د دغه سفر پر مهال، د پوځ مشر ته د سیمې پر روان امنیتي وضعیت، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پر روانو عملیاتو او همدارنګه د ترهګرۍ ضد هڅو له لارې د ترلاسه شویو بریاوو د ټینګښت او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د ډاډمنولو لپاره پر اخیستل شویو ګامونو هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
منیر له افسرانو او سرتېرو سره هم وکتل او د مورني وطن د دفاع او امنیت لپاره یې د هغوی لوړ چمتووالی، مسلکي وړتیا او نه ماتېدونکې ژمنتیا وستایله.
نوموړي په خیبر پښتونخوا کې د زړورو پولیسو ځواکونو د ستاینې ترڅنګ، د دغه ایالت پولیس د لومړۍ کرښې یو زړور ځواک وباله او د ترهګرۍ او وسله والو پر وړاندې یې د هغوی پر زغم او قربانیو ویاړ څرګند کړ.
هغه له قانون پلي کوونکو ادارو سره په نږدې همغږۍ، د ترهګرۍ د بشپړې له منځه وړلو او د خیبر پښتونخوا د سختې لاسته راوړې سولې او ثبات د ساتنې لپاره د امنیتي ځواکونو پر کلک هوډ یو ځل بیا ټینګار وکړ. د یادونې وړ ده چې میرانشاه ته له رسېدو سره سم د پېښور قول اردو قوماندان د پوځ مشر ته هرکلی ووایه.


شال نیوز