اسلام اباد (شال نیوز) : د قطر د کورنیو چارو وزیر، شیخ خلیفه بن حمد بن خلیفه آل ثاني د نومبر ۱۹مه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو لوی درستیز، فیلډ مارشال سید عاصم منیر سره کتلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو، د سیمې او نړۍ پر بدلېدونکي امنیتي وضعیت او د دوهاړخیزو امنیتي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې.
دواړو لوریو په ځانګړې توګه د امنیت، ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او بنسټیزو همکاریو په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د قطر د کورنیو چارو وزیر په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د پاکستان رول وستایه او د پاکستان او قطر ترمنځ پخوانۍ ورورګلوۍ اړیکې یې ارزښتناکې وبللې.
په همدې حال کې، د پاکستان د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو لوی درستیز له قطر سره د دوهاړخیزو اړیکو پر لا ژورتیا د پاکستان ژمنه تکرار کړه او د ګډو امنیتي ننګونو د هواري لپاره یې پر نږدې همکارۍ ټینګار وکړ.


شال نیوز