کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر، فضل محمود فضلي په مشرۍ د اکثریت ګوند ادعا کړې چې طالبان او د هغوی مخالفې جبهې له یوې سرچینې تمویلېږي او د هېواد اکثریت خلک هم پر همدې باور دي.

 

دغه نوي جوړ شوي بهیر په فېسبوکپاڼه په یوه یادښت کې ویلي چې د دغو جبهو موخه د طالبانو له منګولو د افغانستان ازادول نه دي، بلکې د بې‌ثباتۍ او جنګي اقتصاد د لا زیاتې پراختیا په لټه کې دي.

 

په دوام کې راغلي چې د اکثریت ګوند د طالبانو پر وړاندې له هر ډول ولسي او کورني مقاومت څخه ملاتړ کوي او دا هڅې باید کورنۍ سیاسي رهبري، مدیریت، مالي سرچینې او امکانات ولري.

 

دغه بهیر زیاته کړې:

 

“زموږ باور دا دی چې په هېواد کې د بهرنیانو په امر او هغه هم په دومره ښکاره سپین‌سترګۍ او پر بهرنیو استخباراتي اړیکو په تکیه جګړه پیلول، که څه هم تر ټولو ښکلو او زړه‌راښکونکو شعارونو لاندې پیل شي، له ولسي محبوبیت، منښت او مشروعیت څخه برخمن نه دي.”

 

فضلي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چارو ادارې وروستی مشر و او د کابل د سقوط په ورځ، د هېواد له هغه مهال ولسمشر سره له کابله ووت. د چارو ادارې د ریاست پر مهال د هغه کړنې له پراخو نیوکو سره مخ وې.

 

د طالبانو مخالفې جبهې په هېواد دننه د خپلو فعالیتونو له زیاتوالي سره هممهاله، د بهرني ملاتړ له تورونو سره مخ شوې دي چې له دې ډلې د طالبانو د چارواکو له لوري هم مطرح شوي دي.

 

د طالبانو په ادعا، پاکستان هڅه کوي چې د دغو جبهو په ملاتړ په افغانستان کې ناامني رامنځته کړي، په داسې حال کې چې اسلام‌اباد د مخالفینو په خوځښتونو کې هر ډول لاسوهنه رد کړې ده. لږ تر لږه د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر، په ښکاره توګه ویلي چې له هېواده بهر هېڅ اډه یا دفتر نه لري.