واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان ضلعې په سپین سیمه کې د زلي خېل او دوتاڼي قبيلو ترمنځ د روانې شخړې د هواري لپاره د ډپټي کمشنر په دفتر کې جرګه شوې، چې پکې د ضلعي انتظامیې، پولیسو او دواړو قبيلو مشرانو ګډون کړی دی.

 

د کوز سویلي وزیرستان پولیسو د معلوماتو له مخې، په جرګه کې ډپټي کمشنر مسرت زمان، اسسټنټ کمشنر شاه بهرام، د توی خولې تاڼې ایس اېچ او انعام خان، د سپین ډېم تاڼې اېډیشنل ایس اېچ او سیف الله خان، قبایلي مشرانو او د ایریا ډیولپمنټ کونسل غړو ګډون کړی وو.

 

په جرګه کې د دواړو قبيلو مشرانو خپل دریځونه وړاندې کړل او د شخړې د هواري پر بېلابېلو لارو چارو خبرې وشوې. د پولیسو چارواکو له دواړو خواوو وغوښتل چې د زغم، خپلمنځي مشورو او قبایلي دودونو له لارې خپلې لانجې حل کړي او په سیمه کې د امن ساتلو لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

 

د کوز سویلي وزیرستان پولیسو ویاند ویلي چې پولیس به د قبایلي شخړو د سوله ییز هواري او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره له ضلعي انتظامیې او قبایلي مشرانو سره خپلې هڅې جاري ساتي. خو پولیسو په خپل بیان کې د شخړې د نوعیت او په جرګه کې د کومې وروستۍ پرېکړې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.