خار (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یو تبلیغي مرکز د کوټې د چت لوېدو له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، پېښه د باجوړ په خار ناوې ډنډ عليزو فلنګ سیمه کې هغه مهال شوې چې د تبلیغي مرکز د یوې خامې کوټې چت راپرېوتی او اووه کسان تر خاورو لاندې شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند ریاض خان وايي، د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته د دوی مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلې او ټول کسان یې له خاورو لاندې راایستلي دي. د نوموړي په وینا، ټپیانو ته له لومړنیو مرستو وروسته د خار ضلعې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، خو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې دوست علي، د خار اوسېدونکی، شامل دی. په ټپیانو کې محمد د ماشي خان زوی، منصور د محمد زوی، یونس د بدر منیر زوی، نور علي جان د بخت یار زوی، ریحان الله او مروان خان شامل دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ د باجوړ د ضلعې د بېړنیو پېښو مشر امجد خان د ژغورنې د عملیاتو څارنه کوي او د ریسکیو کارکوونکو ته لارښوونې ورکوي. د ځايي خلکو ترڅنګ د فرنټیر کور شمالي ځواک (ایف سي نارت) سرتېري هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري.