واڼا (شال نیوز) : په کوز سویلي وزیرستان کې د زري نور په سیمه کې د تسلیم شوې ډلې او د تحریک طالبان ډلې د وسله والو کسانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې، چې له امله یې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په نښته کې د تسلیم شوې ډلې د یو قوماندان دوه کسان ټپیان شوي دي. همدارنګه د اکرام په نوم د یوه بل ملکي وګړي د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی. د سرچینو په وینا، د ځوابي ډزو پر مهال د ناقانونه وسله والې ډلې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، وژل شوي وسله وال کس ادعا کېږي چې لاسي بم یې غورځولی او په همدې پېښه کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې پاتې وسله والو د تېښتې پر مهال په لاره کې یو ملکي موټر درولی، تر خپلې ولکې لاندې یې راوستی او له سیمې څخه یې په هماغه موټر کې تېښته کړې ده.
له پېښې وروسته په سیمه کې سخت کړکېچ رامنځته شوی او د خلکو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوې دي.
د ټپیانو او وژل شوي کس په اړه کره او وروستي معلومات لا نه دي ترلاسه شوي. تر اوسه د پېښې په اړه د چارواکو رسمي تایید نه دی خپور شوی.


ظفر وزير