قلعه عبدالله (شال نیوز) : د بلوچستان د اعلا وزیر د لارښوونو په رڼا کې، د قلعه عبدالله په سیمه کې د امن او امان د ښه کولو او د جنايي عناصرو د له منځه وړلو لپاره پولیسو د کوټې–چمن پر ملي لویه لاره د ځنګل پیر علیزۍ څخه تر قلعه عبدالله پورې پراخ چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.
دغه عملیات د قلعه عبدالله د پولیسو د مشر خلیل احمد بګټي تر څارنې لاندې ترسره شول، چې پکې د ضلعي پولیسو، د ترهګرۍ ضد څانګې او د پولیسو نورو ځانګړو ډلو برخه اخیستې وه.
د عملیاتو پر مهال د باج اخیستونکو، د نشهيي توکو د پلورونکو او نورو ادعا شویو جنايي عناصرو پر پټنځایونو چاپې ووهل شوې، په داسې حال کې چې یو شمېر ناقانونه مرکزونه هم ونړول شول.
د پولیسو په وینا، کله چې د عملیاتو خبر مشکوکو کسانو ته ورسېد، هغوی له سیمې وتښتېدل. خو پولیسو ټینګار کړی چې د جنايي عناصرو پر ضد به د عملیاتو لړۍ روانه ساتي.
د دې موخې لپاره پولیسو ته اضافي ځواک، زغروال موټر او عصري وسلې هم ورکړل شوې دي، څو په سیمه کې د امنیت د ټینګښت او د جنايي فعالیتونو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات ترسره کړي. له ټرانسپورټرانو او موټر چلوونکو د پولیسو مهمه غوښتنه
بل لور ته، د قلعه عبدالله د پولیسو مشر خلیل احمد بګټي د کوټې–چمن پر ملي لویه لاره له سفر کوونکو ټولو ټرانسپورټرانو، مسافر وړونکو بسونو، منی بسونو، باروړونکو لاریو، ټرېلرونو، پک اپ موټرو او نورو نقلیه وسایطو له مالکانو او چلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال هېڅ باج اخیستونکي ته پیسې ورنه کړي.
نوموړي سپارښتنه کړې چې که څوک له هغوی څخه د باج یا پیسو غوښتنه کوي، باید سمدستي د قلعه عبدالله له پولیسو سره اړیکه ونیسي او د پېښې راپور ورکړي.
د باج اخیستونکو پر ضد د سختو اقداماتو ژمنه
د پولیسو مشر خلیل احمد بګټي ویلي، د عامو خلکو او ټرانسپورټرانو د سر او مال ساتنه د پولیسو لومړیتوب دی او د باج اخیستونکو پر ضد به سخت قانوني اقدامات ترسره شي. هغه له خلکو او ټرانسپورټرانو غوښتي چې له وېرې پرته له پولیسو سره اړیکه ونیسي او د هر ډول ناقانونه فعالیت په اړه معلومات ورکړي.
د خلکو هرکلی او د دایمي امن هیله
په سیمه کې عامو خلکو د پولیسو دغه اقدام د ستاینې وړ بللی او هیله یې څرګنده کړې چې د دغو عملیاتو له لارې به د کوټې-چمن پر ملي لویه لاره د باج اخیستنې او نورو جنايي فعالیتونو مخه ونیول شي.
د خلکو په باور، که دا ډول عملیات په دوامداره توګه ترسره شي، نو په سیمه کې به د امنیت ټینګښت او د مسافرو او ټرانسپورټرانو د خوندیتوب لپاره مهمه مرسته وکړي.


نعيم اچکزئي