مردان (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په مردان مېډیکل کمپلېکس کې د ای این ټي (غوږ، پوزې او ستوني) د ۳۳م ملي کنفرانس تر پیل مخکې د جراحۍ دوه عملي ورکشاپونه ترسره شوي دي.
د مردان مېډیکل کمپلېکس د معلوماتو له مخې، په دغو ورکشاپونو کې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د غوږ، پوزې او ستوني متخصصو ډاکټرانو، جراحانو، استادانو او د تخصص زدهکوونکو ګډون کړی دی.
په ورکشاپونو کې د پوزې د رغنیزې او ښکلايي جراحۍ (راینوپلاسټي) او د غږ د ستونزو د درملنې جراحۍ (فونوسرجري) په اړه عملي روزنه ورکړل شوې ده.
د سرچینې په وینا، د دغو جراحي عملیاتو بهیر په حیدر هال کې پر لګېدلو ځانګړو پردو ګډونوالو ته په ژوندۍ بڼه ښودل شوی، چې ورسره ډاکټرانو د نوېو جراحي طریقو د لیدلو او له متخصصانو سره د پوښتنو او بحث فرصت هم ترلاسه کړی دی.
د راینوپلاسټي په ورکشاپ کې ډاکټر عرفات جاوېد، ډاکټر سردت الله ولیم او ډاکټر وجیهه شینواري د روزونکو په توګه ګډون کړی و، په داسې حال کې چې د فونوسرجري په عملي ورکشاپ کې بریګېډیر (ریټایرډ) ډاکټر محمد راشد د روزونکي دنده ترسره کړې ده.
د دغو ورکشاپونو ګډونوالو د باچا خان مېډیکل کالج او مردان مېډیکل کمپلېکس د ای این ټي څانګو هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې دا ډول عملي روزنیز پروګرامونه د ډاکټرانو د جراحي مهارتونو په لوړولو او د ناروغانو لپاره د غوره طبي خدمتونو په برابرولو کې مهم رول لري.
د ای این ټي ۳۳م ملي کنفرانس به د نومبر پر ۲۱مه او ۲۲مه په پېښور سرینا هوټل کې جوړ شي. د دې کنفرانس تابیا د باچا خان مېډیکل کالج، مردان مېډیکل کمپلېکس او د پاکستان د غوږ، پوزې او ستوني د متخصصانو ټولنې د خیبر پښتونخوا څانګې په ګډه کړې ده.


پامیر جان