میرامشاه (شال نیوز) : د پاکستان د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو قوماندان فیلډ مارشال سید عاصم منیر د شمالي وزیرستان میرامشاه ته سفر کړی او هلته یې د سیمې د امنیتي وضعیت او د وسله والو پر ضد د روانو عملیاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

 

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د خبرپاڼې له مخې، میرامشاه ته تر رسېدو وروسته د پېښور قول اردو قوماندان د فیلډ مارشال هرکلی کړی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، عاصم منیر د سفر پر مهال د شهیدانو یادګار ته د ګلونو ګېډۍ ایښې او د پاکستان د پوځ د وژل شویو سرتېرو قربانۍ یې ستایلې دي.

 

نوموړي ته د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د روانو عملیاتو، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د لاسته راوړنو او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د ترسره کېدونکو اقداماتو په اړه هم تفصیلي معلومات ورکړل شوي دي.

 

د پوځ د عامه اړیکو څانګې په وینا، فیلډ مارشال عاصم منیر له پوځي افسرانو او سرتېرو سره هم لیدلي او د هغوی پوځي وړتیاوې، چمتووالی او د هېواد د دفاع لپاره یې ژمنتیا ستایلې ده.

 

هغه د خیبر پښتونخوا د پولیسو د هڅو ستاینه هم کړې او دغه ځواک یې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې زړور ځواک بللی دی.

 

د خبرپاڼې له مخې، عاصم منیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه به د قانون پلي کوونکو ادارو په همکارۍ د ترهګرۍ د له منځه وړلو او په خیبر پښتونخوا کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.