کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د آغاخان پراختیايي شبکې له مشرانو غوښتي چې په افغانستان کې خپل روغتیايي خدمتونه نورو ولایتونو ته هم وغځوي او د تاریخي ځایونو د بیارغونې او بزګرانو لپاره د بدیل روزګار په برابرولو کې همکاري زیاته کړي.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې متقي د آغاخان پراختیايي شبکې له یوه لوړپوړي پلاوي سره کتلي، چې مشري یې د دې شبکې د پوهنتونونو او روغتونونو رئیس ډاکټر سلیمان شهاب‌الدین کوله.

 

د خبرپاڼې له مخې، متقي په افغانستان کې د آغاخان شبکې د روغتیايي خدمتونو او تاریخي ځایونو د بیارغونې چارې ستایلې او د دغو فعالیتونو د پراخېدو غوښتنه یې کړې ده.

 

په دې کتنه کې ډاکټر سلیمان شهاب‌الدین ویلي چې شبکه یې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا پلان لري او غواړي په کابل کې د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټیټیوټ امکانات او وړتیاوې زیاتې کړي.

 

آغاخان پراختیايي شبکه له ۱۹۹۶ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دې شبکې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د روغتیا، زده‌کړو، کرنې، اوبو رسولو، فرهنګي میراثونو د ساتنې او اقتصادي پراختیا په برخو کې له یو میلیارد ډالرو ډېره پانګونه کړې ده.

 

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو د خپلو همکاریو پر پراخولو او د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.