مومند (شال نیوز) : د مومند ضلعې د حلیمزو تحصیل د دربخېلو اوسېدونکي د لنډۍ جوړ په سیمه کې د سرکاري ودانیو لپاره د ۶۵۰ کناله زمکې د اخیستو له حکومتي پرېکړې سره مخالفت کوي او غوښتنه لري چې حکومت دې د دوی د پلرنیو زمکو پر ځای نور مناسب ځایونه ولټوي.
د سیمې خلکو د نومبر په ۱۷مه د نهې په ورځ د دې پرېکړې پر ضد احتجاج کړی و او د پېښور ـ باجوړ لویه لار یې د ټرافیکو پر مخ تړلې وه. احتجاج کوونکو ویلي وو چې د سرکاري ودانیو د جوړولو مخالفت نه کوي، خو نه غواړي چې د دوی کورونه، کروندې او پلرنۍ زمکې ترې واخیستل شي.
د یوه سرکاري چارواکي د معلوماتو له مخې، حکومت د ضلعې د عدالتي کمپلېکس لپاره ۱۵۰ کناله، د پولیس لاین لپاره ۲۰۰ کناله او د ضلعې جېل لپاره ۳۰۰ کناله زمکه اخیستې ده. دغه چارواکي ویلي چې حکومت د یوه کنال زمکې معاوضه له درې لکه روپیو څخه ۱۴ لکه او ۵۰ زره روپیو ته لوړه کړې ده.
خو د دربخېلو اوسېدونکي وايي چې دا یوازې د معاوضې مسئله نه ده، بلکې د دوی د پلرنیو زمکو، کورونو او د ملکیت د قانوني حقونو مسئله ده. دوی له ضلعې انتظامیې غوښتنه کړې چې د قومي مشرانو او سرکاري استازو یوه بې پرې جرګه جوړه کړي او د خبرو اترو له لارې دې د مسئلې حل ولټوي.
د سیمې خلکو دا وړاندیز هم کړی چې د سرکاري ودانیو لپاره دې نور مناسب ځایونه وکتل شي، څو د اوسېدونکو کورونو او زمکو ته زیان ونه رسېږي. د مومند د ډپټي کمشنر د دریځ معلومولو لپاره هڅې شوې وې، خو تر هغه وخته یې ځواب نه و ورکړی.


فوزي خان مومند