پاړه چنار (شال نیوز) : د کرمې ضلعې په پاړه چنار کې هوايي ډګر ته نږدې د یوه موټر د بریکونو خرابېدو له امله ټرافیکي پېښه شوې، چې پکې موټر په بشپړه توګه سوځېدلی او ډرېور یې لږ ژوبل شوی دی.

 

د ځایي سرچینو په وینا، د موټر بریکونه خراب شوي وو، چې له امله یې ډرېور کنټرول له لاسه ورکړ او موټر له سړکه لاندې د ونو منځ ته ولوېد.

 

سرچینې وايي، له پېښې وروسته موټر اور اخیستی او په بشپړه توګه سوځېدلی دی. د اور له امله د سیمې یو شمېر ونو ته هم زیان رسېدلی دی.

 

د معلوماتو له مخې، ژوبل شوی ډرېور د بره کرمې د شلوزان سیمې د علي شاري کلي اوسېدونکی دی. د پېښې کره لامل لا په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.