باجوړ (شال نیوز) : د باجوړ د مرستیال کمېشنر عدنان فرید د لارښوونې له مخې، د روغتیايي چارو مشر ډاکټر ګوهر ایوب په روغتیايي څانګه کې د غیرحاضرۍ، د دندو په ترسره کولو کې د غفلت او د دولتي دندو په ترسره کولو کې د بېغورۍ پر ضد اقدامات چټک کړي دي. په تېره یوه میاشت کې د بېلابېلو کاري بستونو د کارکوونکو پر وړاندې اداري او انضباطي اقدامات ترسره شوي دي.
د جزیاتو له مخې، د روغتیايي چارو د مشر ډاکټر ګوهر ایوب د صادر شویو لارښوونو پر بنسټ، د اوولسمې درجې شپږ تنه روغتیايي ډاکټران له باجوړ څخه لېرې کړل شوي او د خیبر پښتونخوا د روغتیا څانګې له سېکرټرۍ سره د حاضرېدو لارښوونه ورته شوې ده، په داسې حال کې چې د شپاړسمې درجې دوه نرسانې هم له باجوړ څخه لېرې کړل شوې دي.
همدارنګه د ۱۵۷ کارکوونکو تنخواوې بندې شوې او د هغوی پر ضد د کارکوونکو د انضباطي او جزایي اصولو له مخې د قانوني اقداماتو بهیر پیل شوی دی. بل لور ته، په تېره میاشت کې د ۲۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو د دندو د ختمولو امرونه هم صادر شوي وو.
د ضلعي ادارې په لارښوونه د دغو اقداماتو موخه په روغتیايي څانګه کې د حاضرۍ نظام اغېزمنول، د دولتي سرچینو په کارولو کې روڼتیا رامنځته کول او کارکوونکي د خپلو دندو په منظم ډول ترسره کولو ته ژمن کول دي.
په باجوړ غوندې وروسته پاتې سیمه کې، چې خلک یې له وړاندې د روغتیايي بنسټیزو اسانتیاوو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي، په دولتي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د طبي کارکوونکو پر وخت حاضري او د خپلو دندو سم ترسره کول د ولس د ګټې لپاره مهم بلل کېږي.
ضلعي اداره او د روغتیا څانګه هیله څرګندوي چې د دغو اقداماتو په پایله کې به د دولتي روغتیايي ادارو په کاري وړتیا کې ښهوالی راشي او ولس ته به د درملنې او روغتیايي اسانتیاوو په وړاندې کولو کې لا ښهوالی رامنځته شي۔


حسبان الله باجوړې