باجوړ (شال نیوز) : د باجوړ د ضلعي پولیسو مشر خانزیب مومند په لارښوونه، د لوئي ماموند تاڼې په حدودو کې د کلان، چمبیلو، غنم شاه او لر کلان په سیمو کې د ترهګرۍ او درنو جرمونو د مخنیوي او د امن او امان د ټینګښت په موخه ګډ د لټون او ځپنې عملیات ترسره شول.
په دغو عملیاتو کې د باجوړ پولیسو او امنیتي ځواکونو په ګډه برخه واخیسته. د عملیاتو پر مهال اړوندې سیمې کلابندې او په بېلابېلو ځایونو کې تلاشي ترسره شوه.
د دغو عملیاتو موخه د مطلوبو او پټو کسانو پېژندل، د جنايي فعالیتونو په تور د کسانو پر وړاندې قانوني اقدامات او په سیمه کې د امن او امان د وضعیت لا ښه کول وو.
د باجوړ پولیسو په وینا، د امن او امان د ټینګښت او د ولس د سر او مال د خوندیتوب لپاره به د امنیتي ځواکونو په همکارۍ خپلې هڅې او عملیات روان ساتي.


حسبان الله باجوړې