نوښار (شال نیوز) : د پاکستان د سمندري ځواکونو مشر اېډمرل نوید اشرف ویلي چې د پاکستان هوايي ځواک ویاړلی تاریخ لري او پر وسله والو ځواکونو د ولس باور د هغوی تر ټولو لویه سرمایه ده.
نوموړي دا څرګندونې د نوښار په رسالپور کې د پاکستان د هوايي ځواک د اصغر خان اکېډمۍ د کېډټانو د فراغت دستورې ته د وینا پر مهال کړې دي. اېډمرل نوید اشرف په دې دستوره کې ګډون د ځان لپاره ویاړ وباله او فارغ شوو کېډټانو او د هغوی کورنیو ته یې مبارکي ورکړه.
هغه د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح د څرګندونو په یادولو سره وویل چې له پیاوړي هوايي ځواک پرته هېڅ هېواد د دښمن مقابله نه شي کولای. د سمندري ځواکونو مشر وویل چې د پاکستان هوايي ځواک په بېلابېلو وختونو کې مهمې کامیابۍ ترلاسه کړې دي او د دغه ځواک مسلکي وړتیاوې او مهارتونه په نړیواله کچه پېژندل شوي دي.
اېډمرل نوید اشرف د پاکستان او ترکیې ترمنځ دفاعي اړیکو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دواړه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې دفاعي همکاري لري. هغه وویل چې د جګړې طریقې بدلې شوې دي او د اوسني وخت پېچلې امنیتي ستونزې نوو لارو چارو ته اړتیا لري.
د نوموړي په وینا، مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتي ټکنالوژۍ د جګړو پر دودیزو طریقو ژور اغېز کړی او وسله وال ځواکونه باید له دغو بدلونونو سره ځانونه برابر کړي. اېډمرل نوید اشرف وویل چې د پاکستان وسله وال ځواکونه د جګړو له نوو طریقو او اړتیاوو خبر دي او د مقابلې لپاره یې چمتووالی لري.
هغه زیاته کړه چې سمندري ځواکونو هم د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کړی او هڅې روانې دي چې دغه ځواک د راتلونکو جګړو له اړتیاوو سره برابر شي. نوموړي د پاکستان او هند ترمنځ وروستۍ پوځي نښتې ته په اشارې ادعا وکړه چې د پاکستان سمندري ځواکونو د مقابل لوري د احتمالي بریدونو په مخنیوي کې خپل رول لوبولی دی.
د پاکستان د سمندري ځواکونو مشر د خپلې وینا په پای کې وویل چې هېواد یې پر سوله ییز ګډ ژوند او سیمه ییز ثبات باور لري.


ندیم مشواني