کابل (شال نیوز) : په کابل کې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوی علمي او څېړنیز کنفرانس د یوه پرېکړهلیک په خپرولو سره پای ته رسېدلی دی.
د کنفرانس په پای کې په خپاره شوي پرېکړهلیک کې ویل شوي چې د ملا هبتالله اخندزاده فرمانونه د اسلامي شریعت له اصولو، دیني ارزښتونو او د ټولنې له اړتیاوو سره سمون لري او د حکومتي چارو د سمبالولو او د عدالت د ټینګښت لپاره مهم دي.
په پرېکړهلیک کې د طالبانو له حکومتي چارواکو غوښتل شوي چې د خپل مشر ټول فرمانونه، احکام، قوانین او لارښوونې په خپلو ادارو کې په بشپړه توګه پلي کړي. د کنفرانس ګډونوالو د دیني عالمانو او استادانو د پوهاوي پر زیاتولو، د طالبانو د حکومت پر ملاتړ او د هېواد د یووالي او پرمختګ لپاره پر ګډو هڅو هم ټینګار کړی دی.
په پرېکړه لیک کې د طالبانو د مشر اطاعت او ملاتړ د اختلافاتو او فتنو د مخنیوي لامل بلل شوی او ویل شوي چې مسلمانان باید د شریعت په چوکاټ کې د خپل مشر اطاعت وکړي. ملا هبتالله اخندزاده په تېرو پنځو کلونو کې د حکومتي ادارو، عدلي چارو، تعلیم، د ښځو د کار او ټولنیز ژوند په ګډون په بېلابېلو برخو کې ګڼ فرمانونه صادر کړي دي.
د دغو فرمانونو یو شمېر، په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو، په پوهنتونونو کې د ښځو پر تعلیم او په ګڼو ادارو کې د هغوی پر کار لګېدلي بندیزونه، د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره مخ شوي دي.
ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي، خو طالبان وايي چې د دوی پرېکړې د اسلامي شریعت له مخې کېږي. د کنفرانس په خپاره شوي پرېکړهلیک کې د فرمانونو د اغېزو په اړه د خپلواکو څېړنو، د عامو خلکو د نظرونو او د دغو فرمانونو د عملي پایلو تفصیلي معلومات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز