لندن (شال نیوز) : د بریتانیا یوې محکمې دوه افغان وګړي په اورګاډي کې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تېري او نورو جنسي جرمونو په تور مجرم پېژندلي دي. د لندن د جنايي محکمې منصفه پلاوي د نومبر په ۱۸مه، له دوه اوونیو محاکمې وروسته، ۲۵ کلن بریالي رحیمي او ۲۹ کلن میربدالرحمن سادات په ټولیز ډول د نهو جنسي جرمونو مجرم وپېژندل.
د بریتانیا د ټرانسپورټ پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د روان کال د فبرورۍ په پنځمه هغه مهال شوې وه چې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ د کېنټ سیمې له سټري رېل سټېشن څخه لندن ته په اورګاډي کې روانه وه.
پولیس وايي، دواړو کسانو له نجلۍ سره په سټېشن کې خبرې پیل کړې او وروسته ورسره په یوه اورګاډي کې سپاره شول. د پولیسو د تحقیقاتو له مخې، رحیمي لومړی نجلۍ جنسي ځورولې او وروسته یې د اورګاډي تشناب ته بیولې او جنسي تېری یې پرې کړی دی.
پولیس زیاتوي چې رحیمي له دې وروسته نجلۍ له سادات سره یوازې پرېښې وه او هغه هم جنسي ځورولې ده. د تحقیقاتو پر مهال څرګنده شوې چې نجلۍ دواړو کسانو ته څو ځله ویلي وو چې دا کار نه غواړي او عمر یې یوازې ۱۴ کاله دی، خو هغوی یې خبرې نه وې منلې.
د بریتانیا د ټرانسپورټ پولیسو په وینا، کله چې اورګاډی د لندن برج سټېشن ته ورسېد، دواړه کسان له نجلۍ سره په بل اورګاډي کې هم سپاره شول. وروسته رحیمي په سېنټ پانکراس او سادات په فېنزبري پارک سټېشن کې له اورګاډي ښکته شول.
نجلۍ د پیټربرو رېل سټېشن ته له رسېدو وروسته پولیسو ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل. پولیس وايي، د نجلۍ د بیان، د اورګاډو د امنیتي کمرو د ویډیوګانو او نورو شواهدو په مرسته یې دواړه کسان وپېژندل او د فبرورۍ په لسمه یې د لندن په لوېدیځه برخه کې ونیول.
د محکمې د پرېکړې له مخې، بریالی رحیمي د جنسي تېري، جنسي ځورونې او له ماشوم سره د جنسي فعالیت په دریو جلا جرمونو مجرم پېژندل شوی دی.
میربدالرحمن سادات هم په څلورو جنسي جرمونو کې مجرم پېژندل شوی چې په هغو کې د جنسي تېري یو بل ډول، له ماشوم سره جنسي فعالیت او د جنسي فعالیت ترسره کولو ته د بل کس اړ ایستل شامل دي.
دواړه کسان له ځینو نورو تورونو سپین شوي دي. منصفه پلاوی د رحیمي پر ضد د جنسي تېري په یوه بل تور هم یوې ګډې پرېکړې ته نه دی رسېدلی. د بریتانیا د ټرانسپورټ پولیسو د تحقیقاتو افسرې جیما لېټلووډ ویلي چې دواړو کسانو یوه کم عمره نجلۍ په قصدي ډول په نښه کړې وه.
هغې ویلي، دواړه کسان د نجلۍ له عمره خبر وو او پوهېدل چې هغه له دوی وېره لري، خو بیا یې هم جنسي تېری او ځورونه پرې کړې ده. لېټلووډ د نجلۍ د زړورتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې پولیسو ته د هغې شکایت او وروسته شهادت د دواړو کسانو په پېژندلو، نیولو او محکومولو کې مهم رول لوبولی دی.
د بریتانیا د ټرانسپورټ پولیسو ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي مخنیوي ته ژمن دي او له قربانیانو غواړي چې د ورته پېښو په اړه پولیسو ته خبر ورکړي. د محکمې له پرېکړې وروسته اعلان شوی چې بریالی رحیمي او میربدالرحمن سادات به د دسمبر په ۱۸مه بیا محکمې ته حاضرېږي او په هماغه ورځ به ورته سزا واورول شي.
تر اوسه دواړه کسان مجرم پېژندل شوي، خو د بند یا بلې سزا موده یې نه ده ټاکل شوې.


شال نیوز