میدان وردګ (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د اعلان له مخې، د دوی مشر ملا هبتالله اخندزاده میدان وردګ ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یوه جامع جومات او ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبرې ایښې دي.
د طالبانو د حکومت په خپرو شوو معلوماتو کې ویل شوي چې دغه روغتون به پر ۲۹ جریبه ځمکه د څه باندې ۳۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
د اعلامیې له مخې، ملا هبتالله اخندزاده د سفر پر مهال د میدان وردګو له سیمهییزو چارواکو سره هم لیدلي او د ولایت د عمومي وضعیت، امنیت، اداري چارو او د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه یې خبرې کړې دي.
نوموړي په دې لیدنه کې د زده کړو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې علم باید د هېواد هرې درې ته ورسېږي. د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، ملا هبتالله اخندزاده سیمهییزو چارواکو ته د عدالت د ټینګښت، د ټولنې د اصلاح، د دیني عالمانو د درناوي او د امنیت د پیاوړتیا لارښوونې هم کړې دي.
هغه د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمنځ پر یووالي او د مشرانو پر اطاعت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د خپل نظام د ساتنې لپاره باید له هر ډول قربانۍ ډډه ونه کړي.
په خپره شوې اعلامیه کې د روغتون د جوړېدو د چارو د پیل او بشپړېدو نېټه نه ده ښودل شوې. دا هم نه دي ویل شوي چې د روغتون لپاره ځانګړې شوې پیسې له کومې بودیجې ورکول کېږي.
که څه هم د طالبانو مشر د علم او ښوونې د پراختیا خبره کړې، خو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او په پوهنتونونو کې د ښځو پر تحصیل بندیزونه لا هم پر ځای دي.
د ملا هبتالله اخندزاده د دغه سفر او د نوموړي د څرګندونو په اړه معلومات د طالبانو د حکومت له اعلامیې اخیستل شوي او شال نیوز یې خپلواک تایید نه دی کړی.


شال نیوز