هاګ (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ عدالت پرېکړه کړې چې د میانمار امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۷ کال کې د روهنګیا مسلمانانو پر ضد د پوځي عملیاتو پر مهال نسل وژنه کړې ده. عدالت ویلي چې په دغو عملیاتو کې زرګونه کسان وژل شوي او پر ښځو او نجونو پراخ جنسي تېري شوي دي.

 

د هالنډ په هاګ ښار کې د عدالت نړیوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، د روهنګیا مسلمانانو د نسل وژنې په قضیه کې خپله پرېکړه واوروله او د میانمار حکومت یې د دغو جرمونو مسؤل وباله.

 

د عدالت په وینا، د میانمار امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۷ کال کې د راخین ایالت په بېلابېلو سیمو کې د روهنګیا مسلمانانو پر کلیو بریدونه کړي، ملکي وګړي یې وژلي، کورونه یې سوځولي او پر ښځو او نجونو یې جنسي تېري کړي دي.

 

عدالت ویلي چې د دغو عملیاتو پر مهال د روهنګیا مسلمانانو د یوې برخې د له منځه وړلو نیت موجود و او ترسره شوي جرمونه د نسل وژنې په اړه د ۱۹۴۸ کال د نړیوال کنوانسیون له تعریف سره سمون لري.

 

د عدالت مشر قاضي یوجي ایواساوا د پرېکړې د اورولو پر مهال وویل چې امنیتي ځواکونو پر هغو کسانو هم بریدونه کړي چې د جګړې او تاوتریخوالي له امله ګاونډي بنګله دېش ته تښتېدل.

 

د روهنګیا مسلمانانو پر ضد عملیات

 

د میانمار پوځ د ۲۰۱۷ کال په اګست کې د راخین ایالت په شمال کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل. د میانمار حکومت هغه مهال ویلي وو چې دغه عملیات یې د روهنګیا د یوې وسله والې ډلې د بریدونو په ځواب کې پیل کړي دي.

 

خو د ملګرو ملتونو څېړونکو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو ویلي وو چې د عملیاتو پر مهال په لوی شمېر ملکي وګړي وژل شوي، کلي سوځول شوي او ښځې او ماشومان له سخت تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

 

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو عملیاتو له امله له اوو لکو څخه زیات روهنګیا مسلمانان اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي او بنګله دېش ته کډه وکړي. د کډوالو ډېری کورنۍ د بنګله دېش په کاکس بازار سیمه کې په کمپونو کې مېشتې شوې، چې لا هم د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

قضیه چا نړیوال عدالت ته وړاندې کړې وه؟

 

د لوېدیځې افریقا هېواد ګامبیا د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د میانمار پر ضد د عدالت نړیوالې محکمې ته قضیه وړاندې کړه. ګامبیا تور پورې کړی و چې د میانمار امنیتي ځواکونو د روهنګیا مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره منظم عملیات کړي او حکومت یې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره خپل نړیوال مسؤلیت نه دی ترسره کړی.

 

میانمار له پیله دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پوځ یې د وسله والو ډلو پر ضد امنیتي عملیات کړي وو. خو نړیوال عدالت د وړاندې شوو شواهدو له څېړلو وروسته د میانمار دغه دریځ ونه مانه او حکومت یې د روهنګیا مسلمانانو پر ضد د نسل وژنې مسؤل وباله.

 

تاریخي پرېکړه او نړیوال اهمیت

 

د عدالت پنځلس کسیزې جرګې د نهو قاضیانو په موافقه او د شپږو په مخالفت پرېکړه وکړه چې میانمار د روهنګیا مسلمانانو نسل وژنه کړې ده. د عدالت د موندنو له مخې، د ۲۰۱۷ کال په عملیاتو کې شاوخوا لس زره روهنګیا مسلمانان وژل شوي دي.

 

عدالت د پراخ جنسي تاوتریخوالي، د ماشومانو پر ضد د زورزیاتي او د روهنګیا وګړو د زېږون د مخنیوي لپاره د لګول شوو محدودیتونو یادونه هم کړې ده. دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو عدالت یو هېواد په مستقیم ډول د نسل وژنې مسؤل بللی دی.

 

د عدالت پرېکړې ته له دې امله هم ځانګړی اهمیت ورکول کېږي چې د جنوبي افریقا له خوا د اسرائیل پر ضد د غزې د جګړې په تړاو د نسل وژنې یوه بله قضیه هم په همدې عدالت کې روانه ده. اسرائیل په غزه کې د نسل وژنې تورونه ردوي.

 

د کډوالو د ستنېدو ستونزه

 

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا دولس لکه روهنګیا کډوال اوس هم د بنګله دېش په کاکس بازار سیمه کې ژوند کوي. د دغو کډوالو ډېری کورنۍ له کلونو راهیسې د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، تعلیم او مناسبې سرپناه له کمښت سره مخ دي.

 

د روهنګیا کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره تر دې وړاندې هم هڅې شوې دي، خو د امنیت د نشتوالي او د تابعیت او نورو اساسي حقونو د نه تضمین له امله تر اوسه بریالۍ شوې نه دي. په میانمار کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د پوځ او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ جګړې هم د روهنګیا مسلمانانو ستونزې زیاتې کړې دي.

 

د راخین ایالت په ګڼو سیمو کې اوس د اراکان پوځ په نوم یوه وسله واله ډله واک لري چې د روهنګیا مسلمانانو پر ضد د بشري حقونو په سرغړونو تورنه شوې ده.

 

له پرېکړې وروسته به څه کېږي؟

 

ګامبیا له نړیوال عدالت څخه غوښتنه کړې چې میانمار د قربانیانو د تاوان ورکولو، د هغوی د حقونو د بېرته پر ځای کولو او د کډوالو د خوندي ستنېدو لپاره اړ کړي. د عدالت پرېکړې وروستۍ او د عملي کولو لپاره لازمي دي، خو عدالت خپله د دې واک نه لري چې یو هېواد په زور د پرېکړې عملي کولو ته اړ کړي.

 

که میانمار پرېکړه عملي نه کړي، ګامبیا کولای شي موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي. د پنجشنبې پرېکړې د روهنګیا مسلمانانو پر ضد د ۲۰۱۷ کال د جرمونو په اړه د میانمار قانوني مسؤلیت څرګند کړ، خو دا لا نه ده معلومه چې د قربانیانو کورنۍ به کله تاوان ترلاسه کړي او په بنګله دېش کې مېشت کډوال به څه وخت خپلو سیمو ته په خوندي ډول ستانه شي.