سوات (شال نیوز) : د سوات په خوازه خېله کې د کم عمره ماشومې د واده پېښه مخې ته راغلې، چې پکې د راپورونو له مخې درې میاشتې وړاندې د ۱۳ کلنې نجلۍ واده له ۴۵ کلن سړي سره شوی و.

 

له پېښې درې میاشتې وروسته نجلۍ د خپل پلار او خاوند پر ضد د خپلې مدعیت په اساس مقدمه درج کړې، چې پولیسو دواړه نومول شوي تورن کسان نیولي دي.

 

د ایف آی آر له مخې، مقدمه د کم عمره ودونو د مخنیوي قانون او د ماشومانو د خوندیتوب قانون په ګډون د بېلابېلو قانوني مادو لاندې درج شوې ده.

 

په ایف آی آر کې د جبري واده، تشدد او د مرګ ګواښونو تورونه هم لګول شوي دي. د ایف آی آر له مخې، نیول شوي تورن کسان د شانګلې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، او د پېښې په اړه د پولیسو نورې پلټنې روانې دي.